د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونو له افغانستانه په ۲۰۱۷ کې وتل نه غوښت


د افغان ملي اردو یو سرباز د خپل هېواد بېرغ ته سلامي کوي
د افغان ملي اردو یو سرباز د خپل هېواد بېرغ ته سلامي کوي

جنرال جوزف ډنفورډ د امريکايي پوځ راتلونکې مشر ټاکل شوی دی او په هم دې لړ کې نوموړی د سينټ کميټۍ ته د حاضرېدو پر مهال وويل، چې د افغانستان پوځ به تر دوه زره اوولسم کال پورې پخپل سر د دې جوګه نشي چې پر القاعده مناسبه فشار واچوي.

په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو قومندان امريکايي جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، که افغانستان او پاکستان په دواړو هيوادونو کې پرسختدریځو « انتهاپسندانو» فشار وا نه چوي نو د القاعده په افغانستان کې د بيرته راغونډېدو خطر دی او دوی به پر امريکا د بريدونو هڅه له سره پیل کړي.

نوموړي دا هم ويلي چې پوځي قومندانانو سپينې ماڼۍ ته داسې هېڅ وړانديز نه وو کړی چې ګواکې په دوه زره اوولسم کال کې دي له افغانستان ټول امريکايې ځواکونه را وايستل شي.

د امريکا اسوشسيېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، جنرال جوزف ډنفورډ د امريکا د سينټ پوځي خدمتونو کميټۍ ته د وينا پر وخت وويل چې د امريکا او افغانستان پوځي مشرانو دې خبري ته لومړيتوب ورکولی چې ګواکې امريکايې چارواکي دې په دوه زره اوولسم کال کې له افغانستان د وتونکو امريکايې ځواکونو د شمير په اړه مبهم خبره وکړي او دښمن ته دې داسې يوه اشاره نه ورکوي چې ګواکې نړۍوال ځواکونه وځي.

جنرال جوزف ډنفورډ د امريکايي پوځ راتلونکې مشر ټاکل شوی دی او په هم دې لړ کې نوموړی د سينټ کميټۍ ته حاضر شو.

هغه کميټۍ ته وويل چې د افغانستان پوځ به تر دوه زره اوولسم کال پورې پخپل سر د دې جوګه نشي چې پر القاعده مناسبه فشار واچوي.

ده زياته کړه چې که افغانستان او پاکستان پر سختدریځو فشار و نه ساتي نو داسې زيات خطر شته چې القاعده په افغانستان کې بيرته سر راپورته نکړي او پر امريکا د بريدونو هڅې له سره پيل کړي.

جنرال جوزف کميټې ته دا هم وويل چې که امريکا افغانستان ته په دوه زره شپاړلسم کال کې د مرستو ورکولو فيصله کوي نو بيا چارواکو ته پکار ده په دې اړه اوس لا بحث شروع کړي چې دا رنګه له کابل دباندې د جګړي لپاره د امريکا ځانګړي ځواکونه چمتو وي.

جنرال جوزف زياته کړه چې سږ کال او راتلونکې کال کې به له افغانستانه په کوم رفتار سره ځواکونه راوځي له دې سره دی اتفاق کوي خو چې کله د ريپبلیکن ګوند سناتور جان مککېن د ده دا خبره تر پوښتني لاندې راوستله نو نوموړي وويل چې ده پخپله او نورو پوځي مشرانو د دوه زره شپاړلسم کال تر پايه په مکمله توګه د ځواکونو د را ایستلو لپاره د يوې کره نېټې د اعلانولو وړانديز نه وو کړی.

ده زياته کړه چې پوځي مشرانو دې خبري ته لومړيتوب ورکولی چې دا فيصله مځکنيوحالاتو، د افغان پوځ وړتياوو، د اورپکو ګواښونو او د افغان حکومت پرمختګ ته په کتو سره وکړي.

د اسوشسيېټېډ پريس خبري اژانس په وينا جنرال جوزف کميټۍ ته وويل چې په افغانستان کې د کاميابی مهم نقطه د پاکستان صلاحيت او د دې هيواد دا خواهش دی چې په سرحدي سيمو کې د اورپکو پر ضد کاروايي وکړي.

د ده په وينا پاکستان د اورپکو پر ضد لږ څه بريا تر لاسه کړي خو البته پر حقاني شبکې يې ډېر لږ اغېز کړی دی.

کله چې له جنرال جوزف ډنفورډ څخه د پاکستان او افغانستان له يو بل سره د همکارۍ په اړه و پوښتل شو نو هغه په ځواب کې وويل د ده په فکر دا همکاري بېخي لاندې کچې ته رارسيدلې ده.

XS
SM
MD
LG