د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر برید: اته پاکستاني سرتېري ووژل شول


د قبایلي سیمې خیبر په جمرود کې وسله والو د اېف سي ځواک پر ګاډو حمله کړې ده چې پکې اته سرتېري وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

د جمرود اسېسټنټ پولیټیکل اېجنټ روشن خان مسود نن (جمعه) سهار مشال راډيو ته وویل، پېښه بېګا شاوخوا ۱۲ بجې د جمرود په غونډي سیمه کې شوې ده. دی وايي، په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نیول شوي دي.

خو ازادې سرچینې د ده د دې دعوې پخلی نه کوي. مسود زیاتوي، پر امنیتي سرتېرو هغه وخت برید وشو چې هغوی ګزمه یا ګشت کاوه. د حملې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG