د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشریزه ټاکنو دویم پړاو رایو پلټنې پیل شوې


د افغانستان انتخاباتي چارواکي وايي، د تېرې پنجشنبې ورځ یې د نړیوالو تر څار لاندې د هېواد د ولسمشریزو انتخاباتو د دویم پړاو شاوخوا اته میلیونه رایو پلټنه پیل کړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، د رایو پلټنه به لږ تر لږه درې اوونۍ وخت واخلي او دا چې د دې دندې سر ته د رسولو لپاره یې په لسګونه کاري ډلې جوړې کړې دي.

د جولای پر ۱۲مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د موافقې په نتیجه کې دواړه نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني د ټولو رایو پر پلټنو سلا شول.

دواړه نوماندان سلا شول چې د رایو د پلټنو او بیا شمېر نتیجې به مني او هر کس چې بریا تر لاسه کړي هغه به په سمدستي ډول پر ملي ((یووالي ولاړ حکومت)) جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG