د لاسرسي ځای

'د مالېزیايي الوتکې د رانسکورولو پلټنه دې وشي'


په راغورځوېدلې الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. په دې کې ۲۹۵ کسان سپاره ول چې پکې زیات شمېر هالینډیان دي.

مالېزیايي (ملاېشیايي) مساپر وړونکې الوتکه د پنجشنبې پر ورځ د اوکراین په ختیځ کې راوغورځول شوه. په هغه سیمه کې حکومتي ځواکونه د روسي پلوه بېلتونپالو پر ضد جنګېږي. داسې دعوې کېږي چې دا الوتکه ویشتل شوې ده.

په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. په دې کې ۲۹۵ کسان سپاره ول چې پکې زیات شمېر هالینډیان دي.

الوتکه تېره ورځ«پنجشنبه» له امسټرډمه، کوالالمپور ته روانه وه.

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو ویلي، الوتکه د ((ترهګرۍ د عمل)) په نتیجه کې پرېوتې ده. تر دې مخکې یوه اوکرایني چارواکي دعوه کړې وه چې الوتکه په بوک نومي توغندي ویشتل شوې ده چې له ځمکې په هوا کې هدف ولي. بېلتونپالو له دې توره انکار کړی دی او پر اوکرایني پوځ یې د دې د ویشتلو تور پورې کړی دی.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي، اوکراین د الوتکې د پرېوتو لپاره پړ دی او د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د پېښې د نړیوالو پلټنو غږ کړی دی.

اوباما او پوټین پر مالېزیايي الوتکه وغږېدل

امریکايي ولسمشر باراک اوباما او روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین، پر مسکو د واشنګټن د نویو سختدو بندیزونو په اړه له یو بل سره په ټیلي فون خبرې کړې دي.

کرېملېن وايي، پوټین پر روسیې د سېکټوري بندیزونو پر لګولو له اوباما ژوره مایوسي وښوده او دا کار یې د واشنګټن ((یو بل غیر تعمیري پرېکړه)) وبلله. کرېملېن زیاتوي، پوټین او اوباما په اوکراین کې د مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکې د پرېوتو خبر ذکر هم وکړ. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د دواړو ولسمشرانو د خبرو تفصیل ورنکړ خو ویې ویل چې ټیلي فون د کرېملېن په غوښتنه شوی وو. اوباما د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې امریکا د انرژۍ پر دوو لویو روسي شرکتونو، دوه قوي مالي ادارو، د وسلو پر ځینو جوړوونکو او څلورو روسي وګړو ځکه بندیزونه لګوي چې مسکو په اوکراین کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي.

یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو اعلان کړی دی چې د مالېزیايي (یا ملاېشیايي) مساپر وړونکې الوتکې تر لوېدلو وروسته د اوکراین پر سر الوت نه کوي.

د جرمني لوفتانزا، د روسیې ایروفلوت او د ترکیې هوايي شرکت هغه لویې کمپنۍ دي چې وايي، خپل الوتونه به پر متبادلو کرښو روان کړي. د فرانسې حکومت هم د فرانسې هوايي شرکتونو ته ویلي دي چې د اوکراین په فضا کې دې له الوته ډډه وکړي. د هالینډ وزیراعظم مارک روتې ویلي، دی په سمدستي توګه په برسلز کې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې خپل هېواد ته ستنېږي.

امریکا په اوکراین کې د ((سمدستي اوربند)) غږ کړی دی چې په ختیز اوکراین کې د مالېزیايي (یا ملاېشیايي) الوتکې د پرېوتو پلټنې وشې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ نن په یوه بیان کې وویل، دوی ((پر ټولو اړونده هېوادونو او ډلو یانې – روسیې، روسي پلوه بېلتونپالو او اوکراین – ټینګار کوي چې د سمدستي اوربند ملاتړ وکړي چې د الوتکې پرېوتو سیمې ته د نړیوالو پلټونکو محفوظه او بې له څه خنډه رسېدګي باوري شي.)) ولسمشر باراک اوباما له غرب پلوه اوکرایني ولسمشر پېترو پوروشېنکو او د هالینډ له وزیراعظم مارک روتې سره د خبرو پر وخت ویلي، د الوتکې پرېوتو له ځایه باید شواهد لرې نه کړل شي.

XS
SM
MD
LG