د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د تېرې پنجشنبې پر ورځ په هنګو کې شوې دوه چاودنې غندلې دي او د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته یې د مالي مرستو ژر ورکولو امر کړی دی.
تېر ماښام د اعلا وزیر له دفتره په خپور شوي بیان کې پروېز خټک ویلي، ولس به ژر ((د ترهګرۍ له سرطان یا کینسره خلاص شي.)) خټک د وژل شویو کورنیو ته د پینځو، پینځو او ژوبلو شویو لپاره یې د دوو، دوو لکو روپیو ورکولو اعلان وکړ.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ په هنګو کې په پرلپسې دوو چاودنو کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دوه ژوبل شول.