د لاسرسي ځای

په پېښور کې د پولیسو پر ګاډي په بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې ژوبل دي.

د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي مشال راډيو ته وویل، پېښه نن (جمعه) سهار وختي د ښار په یکه توت کې د سوپیرییر ساینس کالج له دویم وره سره نېږدې وشوه.

د ده په خبره، د بمي برید پر مهال د پولیسو ګاډي ګزمه (یا ګشت) کاوه. ژوبل شوي کسان لېډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي. د حملې پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG