پاکستان وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو تر انتخاباتو وروسته د بحران هواری د ډیموکراسۍ بریا ده.
دا خبره،د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وکړه
تسنیم اسلم د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ ځانمرګی برید وغنده او زیاته یې کړه چې په هغه هېواد کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې خپه کوونکې دي.