د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیرستان ته خبریالان نه پرېښودل کېږي'


-- Pakistani soldiers use weaponry during a military operation against Taliban militants in the town of Miranshah in North Waziristan, June 25, 2014
-- Pakistani soldiers use weaponry during a military operation against Taliban militants in the town of Miranshah in North Waziristan, June 25, 2014

د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي بيا وايي، پاکستاني پوځيان سيمې ته ژورنالېستان ته نه ورپرېږدي او نه هم دوى د وژلو شويو وسله والو د هويت په اړه دقيق معلومات خپروي، چې له امله يې د ترهګرو د وژلو ادعاوې شکمنېږي.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې يې د مېشتو وسله والو په پرضد په پوځي عملياتو کې تر دې دمه نزدې ٤٥٠ کورني او بهرني وسله وال وژلي، خو د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي بيا وايي، پاکستاني پوځيان سيمې ته ژورنالېستان ته نه ورپرېږدي او نه هم دوى د وژلو شويو وسله والو د هويت په اړه دقيق معلومات خپروي، چې له امله يې د ترهګرو د وژلو ادعاوې شکمنېږي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر يا ISPR له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پاکستان هوايي ځواک د چهارشنبې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په شوال کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرمرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږترلږه ٣٥ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه تللي.

پوځ وایي، په شوال کې د ازبک، چېچېن او عرب جنګیالیو په ګډون پاکستاني طالبان دیره ول، چې تردقيقو استخباراتي معلوماتو وروسته يې په نښه کړل.

د پاکستان پوځ د جون په ١٥مه نېټه تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړل، چې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو شپږ مياشتنۍ لړۍ بې نتيجې پاى ته ورسېده او طالبانو پر پاکستانيو ځواکونو او ددې هېواد پر دولتي او غېر دولتي تاسيساتو خونړي بريدونه وکړل.

دوى ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دمه د بهرنيو وسله والو او پاکستاني طالبانو په ګډون لږ تر لږه ٤٤٧ وسله وال وژلي او همداراز له دوى سره په نښته کې ٢٦ پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

خو د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي د پاکستان د پوځي مقاماتو دغو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري.

د سياسي چارو څارونکي شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، پاکستاني پوځيانو تراوسه پورې د خيبرپښتونخوا خبريالانو ته شمالي وزيرستان ته د تلو اجازه نه ده ورکړې، يواځې يې د لاهور او اسلام اباد هغه خبريالان وزيرستان ته ورپرېښي، چې نه په پښتو پوهېږي او نه هم ددې سيمې له وضعيت و موقعيته خبر دي:

"حقيقت دا دى چې هلته خلک نشته ، چې کومې حکومتي دعوې دي، د هغې تصديق نه کېږي. تراوسه پورې ددغو عملياتو په اړه د سياسي مشرانو له طرفه هم داسې څه بشپړې څرګندونې نه دي شوي يواځې د شک او د شبهې اظهار کېږي.

تراوسه پورې د پېښور نه د ژورنالېستانو کوم هئيت هم هغه ځاى [شمالي وزيرستان] ته نه دى بوتلى شوى، د اسلام اباد او لاهور نه خو خلک راوستى شي، ځکه چې هغوى پښتو نه پوهېږي او نه هغوى د حالاتو نه خبر دي، نو کومې دعوې چې دي، هغه شکمن دي."

شميم شاهد زياته کړه، چې د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو کې د وژل شويو ترهګرو د شمېر او هويت په اړه به هغه مهال دقيق معلومات ترلاسه شي، کله چې په سيمه کې پوځي عمليات پاى ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده، چې تراوسه پورې لا کومې خپلواکې او سيمه سرچينې هم په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو کې د وژل شويو وسله والو د شمېر او هويت په اړه د پوځي مقاماتو د ادعاوو پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG