د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر کابل هوايي ډګر وسله وال برید له منځه یووړل شو'


د افغانستان کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد ایوب سالنګي وايي، پر کابل نړۍوال هوایي ډګر یې وسله والو برید له منځه یووړ.

د افغانستان کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد ایوب سالنګي وايي، پر کابل نړۍوال هوایي ډګر یې وسله والو برید له منځه یووړ.

نوموړي له برید وروسته خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په برید کې ښکېل څلور واړه وسله وال ووژل.

سالنګي زیاته کړه چې په برید کې نه هم افغان ځواکونه او نه ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی دی.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې وژل شوي مخالفین د پاکستان د پنجاب صوبې شهریت لري.

دغه حمله نن د پنجشنبې ګهیځ د څلورو بجو په شاوخوا کې پيل شوې وه چې د صدیقي په خبره، وسله والو د سنګر نیولو لپاره یوې نیمه کاره ودانۍ ته خپلې وسلې خیژولې وې. د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت منلی دی.

افغان دولت په هېواد کې د دغه ډول بریدونو تر شا تل د حقاني شبکې وسله وال پړه بولي چې پر ډیورنډ کرښه جوخت شمالي وزیرستان کې پټ مرکزونه لري.

په افغانستان کې د تېرې سېشنبې پر ورځ ۱۵م جون یوه ځانمرګي بریدکوونکې د ارګون په ولسوالۍ کې له باروتو یو ډک موټر د بازار په منځ کې والوځولو چې په لسګونه افغان ولسي وګړو ته یې مرګژوبله واړوله.

د ارګون ولسوالۍ چارواکي وایي، دا پیښه د ډیورند د کرښې اخوا د حقاني شبکې له خوا پلان شوې وه.

XS
SM
MD
LG