د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانیو جنګي الوتکو ولسي وزیرستانیان وژلي دي'


د زوی سیدګي یو ځايي مشر نن«پنجشنبه» مشال ریډیو ته په ټیلیفون وویل، چې د پاکستان جنګي الوتکو په پرونۍ بمبارۍ کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک وايي د پاکستانیو هوايي ځواکونو په پرونيو«چارشنبه» بریدونو کې زیاتره ولسي وګړي وژل شوي دي.

د زوی سیدګي یو ځايي مشر نن«پنجشنبه» مشال ریډیو ته په ټیلیفون وویل، چې د پاکستان جنګي الوتکو په پرونۍ بمبارۍ کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ ولسي کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر د جولای پر ۱۶مه نېټه ادعا کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې یې جنګي الوتکو په بریدونو کې ۳۵ وسله وال وژلي دي.

جيټ او بې پایلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کې ٥٠ وسله وال وژلي

د شمالي وزيرستان په شوال او دته خيل سيمو کې د جيټ او بې پایلوټه الوتکو په بريدونو کې په مجموعي توګه د ٥٠ تنه وسله والو د وژل کېدو او د يو شمېر نورو د ژوبلېدو ادعا کېږي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو ادارې ای اېس پي ار يو چارواکي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، چې پاکستانيو جيټ الوتکو نن سهار«جولايي ۱۶مه نېټه» په شوال کې پر طالب وسله والو بمباري وکړه چې په نتيجه کې یې ٣٥ کسان وژل شوي دي.

بلخوا د پاکستان سرکاري ټي وي وايي چې نن سهار بې پایلوټه الوتکو د شمالي وزيرستان دته خيل په زوی سيدګۍ سيمه کې پر يو کور څلور توغندي وداغل چې پکې ١٥ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي او يو شمېر پکې ژوبل شول.

د دغه دواړو بریدو په باب تر دې دمه ناقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان لا څه نه دي ويلي.

د دې ترڅنګ د پاکستان استخباراتي ادارو چارواکي وايي چې تېره ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېل او احمد خېل سيمو کې د وسله والو لخوا په راکټي بريدونو کې د پاکستان پوځ کېپټن اکاش او سپاهي وقار وژل شوي دي او له دې علاوه په ميرام شا او ميرلي سيمو کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان پوځ درې نوراهلکار هم وژل شويدي.

د استخباراتي ادارو چارواکوزياته کړه چې په بويه او ميرلي کې وسله والو له امنيتي سرتيرو سره په مقاومت کې اته تنه پوځي سرتېري ژوبل شوي دي او تيره ورځ په بيلا بيلو نښتو کې يوولس طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

ياده دې وي چې پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې د طالب وسله والو پر ضد د تيرې جون مياشتې پر ١٥ مه نيټه د ضرب عضب په نامه عملیات پيل کړي چې په نتيجه کې یې تر دې دمه تقريبا یو میلیون وګړي له خپلو کلیو بانډو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

ای اېس پي ار وايي چې په دې عملیاتو کې یې تر دې دمه ٥٠٠ پورې طالب وسله وال وژلي او د هغوی ګڼې ټيکانې یې ورانې کړې دي.

دا دې هم ياده وي چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې په تېره يوه مياشت کې دا دويمه د بې پایلوټه الوتکو حمله ده.

XS
SM
MD
LG