د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا او نور پاکستان کې ملاله فنډ ښوونځي


د پښتونخوا په چارسده کې ملاله فنډ ښوونځی
د پښتونخوا په چارسده کې ملاله فنډ ښوونځی

ملګرو ملتونو د ملالې فنډ په نامه د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د زدهکړو کمپاین شورو کړی چې پکې په پاکستان کې هم د ملاله ښوونځيو یوه لړۍ پېل شوې ده.

که یو خوا پر ملاله یوسفزۍ وسله والو په سوات کې برید وکړو او د تعلیم لپاره د هغې د هلو ځلو ختمولو هڅه یې وکړه نوبل خوا نوموړې له ژوبلېدو نه پس د تعلیم لپاره یو نړۍوال سیمبول ګرځېدلې.

ملګرو ملتونو د ملالې فنډ په نامه د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د زدهکړو کمپاین شورو کړی چې پکې په پاکستان کې هم د ملاله ښوونځيو یوه لړۍ پېل شوې ده.

په پاکستان کې د انساني پرمختګ قامي کمیشن« اېن سي اېچ ډي» مشر جاوید اعظم د دغه پروژې په باب له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل:

«دا ټول شپاړلس سکولونه دي چې څلور یې په خېبر پښتونخوا کې او پاتې دولس یې په نورو صوبو کې دي. په دې ټولو سکولونو کې دا وخت ۲۱۶۴ ماشومان زدکړې کوي.

د خېبر پښتونخواپه چارسده کې دوه سکولونه دي چې پکې ۹۶ ماشومان زدکړې کوي او نور دوه په ډېره اسماعیل خان کې دي او ۱۰۴ ماشومان پکې تعلیم حاصلوي»

د سیند صوبې په بدین کې ملاله فنډ ښوونځی
د سیند صوبې په بدین کې ملاله فنډ ښوونځی

بلخوا د خېبر پښتونخوا د تعلیم صوبايي وزیرعاطف خان وايي، ملاله یوسفزۍ له دې صوبې سره تعلق لري او په هغې دلته وسله وال برید څرګندوي چېپه دې سیمه کې تعلیمي نظام له څومره مشکلاتو سره مخامخ دی. نو پکار ده چې د ملاله فنډ زیاته برخه په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې استعمال کړل شي.

نوموړې زیاتوي:

« په اسلام اباد کې د ملاله فنډ یو چارواکي له بهره راغلی وو چې په ملاقات کې ورسره د تعلیم مرکزي وزیر تر څنګ زه هم ناست وم. مرکزي وزیر ورته وویل چې ملاله له پاکستان سره تعلق لري، نو پکار ده چې د ملاله فنډ ۷۰ فیصده برخه په پاکستان کې ولګول شي، سمدستي ورته ما وویل، چې ملاله له خېبر پښتونخوا سره تعلق لري نو په دغه حساب پکار ده چې د پاکستان د برخې ۷۰ فیصده په پښتونخوا کې خرچ کړل شي.په دې لړ کې موږ هر ډول هلې ځلې جاري ساتلې دي]

جاویداعظم هم د دې خبرې تایید کوي او وايي چې قبایلي سیمې او خېبر پښتونخوا ته به په دې کې ډېره پاملرنه ورکول کیږي.

[ملاله فنډ خو د ټولې دنیا د ماشومانو لپاره دی خو موږ به کوشش کوو چې د دې زیاتره برخه پاکستان ته راشي او په هغه کې بیا خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته خاص ترجیح ورکړل شي]

ملاله یوسفزۍ چې د سوات سره تعلق لري او له هغه وروسته یې دغلته د جینکو د تعلیم د حق لپاره هلې ځلې شورو کړې چې په ۲۰۰۸م او ۲۰۰۹م کال کې په سوات کې وسله والو طالبانو د جینکو پر تعلیم بندیز ولګاوه او په سلګونه سکولونه یې په بمونو والوځول. د دې سیمې د تعلیم څانګې مشر ذولفقارالملک وايي دوی له ملاله فنډه ډېر امیدونه لري.

[

ملاله زموږ لپاره یو لوی اعزاز دی او دا ډېره د ویاړ او فخر خبره ده چې هغه له دې سیمې سره تعلق لري. دا راز موږ هیله لرو چې ملاله فنډ به د سوات سیمې د ماشومانو او په خاص توګه د جینکو د تعلیم لپاره ډېره مرسته کوي او دلته د تعلیم خورولو او تیارو ختمولو لپاره به خپل کردار ترسره کوي]

که څه هم د ملګرو ملتونو لخوا ملاله فنډ د دنیا په هره برخه کې د ماشومانو او په خاص توګه د جینکو د تعلیم لپاره خپلې منصوبې شورو کړي خو د قبایلي سیمو او خېبرپښتونخوا کارپوهان دا نظر لري چې د ملالې یوسفزۍ په څیر په زرګونو پښتنې جینکۍ اوس هم د تعلیم په لړ کې ډېر مشکلات لري، نو پکار ده چې د دې فنډ ترمخه د هغوی د ستونزو ختمولو لپاره کار وکړل شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG