د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په ځانمرګي برید کې د وسله والو طالبانو لاس دی؟


ملګرو ملتونو، افغانستان حکومت او ولس د پکتیکا په ارګون کې د سېشنبې ورځې ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه پیښه سخته غندلې ده. د یوناما له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د خواشینۍ په څرګندولو ویلي چې دا ډول بریدونه د نړۍوالو بشري قوانینو څخه جدي سرغړونه ده.

په هغه برید کې نژدې ۹۰ تنه ولسي افغان وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې چې په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې شوی، د طالبان اصلي هدف ملکي کسان وه.

اعلامیه زیاتوي چې؛ برید کوونکي د انسانانو د وژنې لپاره حدود نه پیژني.

د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا پیښه په سختو الفاظو غندلې ده او د روژې په میاشتې کې یې د مسلمانانو وژل یو لوی جنایت بللی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو هم د اعلامیو په خپرولو سره دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د پکتیکا والي محب الله صمیم وایي، دا برید د اسلام او انسانیت پرخلاف دی. ښاغلی صمیم د تلفاتوپه اړه وایي:

″د افغانستان دښمنانو په همدې سیمه کې په یوه موټر کې یو بم ځای پر ځای کړی وو، چې زموږ ډیر هېوادوال شهیدان او لسګونه ځوانان ټپیان شول.

که تاسو زیانونه وګورئ، نو دې پایلې ته رسیږئ چې دا ګام د اسلام، بشریت او زموږ د هېواد خلاف کار دی.″

له سیمي څخه راپورونه وایي، د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې برید دومره زورور وو، چې د دې ولسوالۍ د بازاریوه لویه برخه یې ویجاړه کړې ده.

د ارګون برید طالبانو کړی دی؟

په یوه چاودنه کې دومره لوی تلفات په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا ساری نه درلود او د څیړونکو په باورله همدې کبله طالبان د برید مسولیت نه مني. دا چې دوی یې پړه پر غاړه نه اخلي نو همداسې ده که څنګه؟

عبدالهادي ایماق د پوځي چارو یو شننونکی دی، د هغه په باورطالبان ځکه له دې مسولیته ځان باسي چې افغان ولسي وګړو ته د سر او مال ډېر زیان اوښتی دی

″دا طالبان دي چې زموږ په اکثرو ولایتونو کې داسې حملې کوي.

د دې لپاره چې افغان ولسي وګړو ته د سر او مال ډېر زیان اوښتی او ښایي افغان ولس به له دوی څخه کرکه او نفرت وکړي، نو ځکه وایي چې دا کار یې نه دی کړی او خپله اوږه سپکوي.″

یو بل افغان پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل هم ازادۍ راډیو ته وویل، که طالبانو د پکتیکا پرونی برید نه وي کړی، نو دوی باید خپله ادعا خلکو ته ثابته کړي چې دوی پکې لاس نلري.

″ په هرصورت اوس چې د داسې پیښو د مسولیت ګوته طالبانو ته نیول کېږي او دوی ادعا کوي چې دا کار یې نه دی کړی، نو باید دا خلکو ته واضحه کړي او ثابته یې کړي.″

د ښاغلي امرخیل په خبره د طالبانو په ګډون بېلابېلې ډلې او بهرني استخبارات د افغانستان د حالاتو په بې ثباته کولو کې ښکېل دي.

XS
SM
MD
LG