د لاسرسي ځای

مسکو کې د ځمکلاندې اورګاړي پېښه کې د وژل شوو لپاره ویر


مسکو د هغه ۲۲ کسانو د وژل کېدو لپاره یو ورځنی ویر لمانځي چې د جولايي پر ۱۵ مه نېټه د ښار تر ځمکلاندې اورګاړي »میټرو» په یوه پېښه کې ووژل شول.

د ویر لمانځلو په ترڅ کې بیرغونه نیمځوړند دي او د ساعتېري پروګرامونه کېنسل شوي دي. د دعاګانو محفلونه د ټولو ښارونو په کلیسا ګانو کې روان دي. په شپاړلس روغتونونو کې د وینې بسپنولو چارې پیل شوي.

د د دغه ښار ځمکلاندې ګاړي دا حادثه چې په تیرو ۷۹ کلونو کې ساری نه لري، ۱۲۹ کسان نور پکې ژوبل شوي هم دي، چې د ډېری یې سخت ټپیان دي. په وژل شوو کې شپږ تنه بهرنیان ښودل کېږي چې دوه پکې چینایان، یو د کیرغیز ، یو د مالدووا او دوه د تاجکستان وګړي دي. ګومان کېږي چې پېښه به د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې وي، د پېښې پلټنه روانه ده خو ویل کېږي چې د ترهګري پکې لاس نلري.

XS
SM
MD
LG