د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا په سیدکرم کې ۱۷ وسلوال وژل شوي


د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې بېګا شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د ډم منګل په سیمه کې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۷ وسلوال وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی.

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې بېګا شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د ډم منګل په سیمه کې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۷ وسلوال وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل نن مشال راډیو ته وویل، چې یاد عملیات د دقیقو مالوماتو پر اساس د سیدکرم ولسوالۍ د ډم منګل په سیمه کې د وسلوالو په یو مرکز شوي، چې ۱۷ وسلوال په کې وژل شوي، د وسلوالو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

زلمي اوریاخېل وړاندې وویل، چې د وژل شویو وسلوالو مړي د سره صلیب کمیټې کسانو ته سپارل شوي، تر څو یاده اداره يې خپلو کورونو او سیمو ته ولیږدوي.

د پکتیا امنیه قوماندان وايي،چې په دې عملیاتو کې افغان او ایساف ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

((تېره شپه د ملي اردو کمانډو قوتونو، د واکنش قوتو د ایساف د قوتونو سره یو ځای د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې عملیات درلودل، چې په نتیجه کې ۱۷ کسان وژل شوي، یو تن ژوندی نیول شوی، چې فعلاً د ملي امنیت سره دی، د وسلوالو جسدونه او مړي فعلاً د سره صلیب له خوا خپلو سیمو ته انتقالیږي.

د ډم منګل په سیمه کې د وسلوالو قرارګاه وه، چې د دوی څخه دوه عدده جوړ شوي ماینونه، دېرش فیره د راکټ مرمۍ، شل کیلوګرامه منفجره توکي چې د بمونو په جوړولو کې يې ورڅخه کار اخیسته، دوه دانې چسپکي بمونه، یو میل پیکا، دوه میله کلاشنکوف، ۱۲۵ کیلوګرامه مخدره توکي، ۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي يې له منځه وړي دي، خو پیکا او کلاشنکوفونه يې له ځانه سره راوړي دي.))

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده،د تېرې سېشبنې پر ورځ هم د خوست ولایت د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې ۳۴ وسلوال هغه مهال وژل شوي ول، چې وسلوالو په یاده سیمه کې د سرحدي پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی وو.

XS
SM
MD
LG