د لاسرسي ځای

پراګ - د خیبر پښتونخوا د تاریخي ځایونو اداره یا ارکیالوجي ډایریکټوریټ وایي دوی د پیښور په ګورګټري کې چې یو تاریخي حیثیت لري،دغلته د پاکستان لومړنی ارکیالوجيکل پارک جوړوي.

د ارکیالوجي ډایریکټوریټ مشر ډاکټر عبدالصمد خان وایي په ګورګټري کې د شاهجهان لور یوه سرای جوړه کړي وه، چې اوس یي حالت دیر خراب شوی، دغلته د هندوانو یو زوړ او تاریخي مندر هم دی، او د دې سره سره د دغه ځایي هر دروازه او هر دیوال یو تاریخي ارزښت لري، او زیاتوي دغلته فایربریګیډ د ادرې د جوړیدو وروستو د دوی عمله او ګاډي منتقل شول چې اوس دوی غواړي د دغه ځای د محفوظولو لپاره کار پیل کړي. ډاکټر عبدالصمد وایي (( په پیښور کې سایندانانو کدایي کړی ده، او د دغې مالوماتو له مخې پیښور څه دوه زره درې سوه کاله زوړ ښار دی، په ګورګټهرۍ کې د شاهجهان لور سرای جوړه کړي ده، د هندوانو یو زوړ مندر دی، او اوس هم هندوان دغلته ورځي، دې نه علاوه د رنجیت سنګ په دور کې د اټلې د پوځ یو افسر وو، چې د پیښور ګونر پاتې شوی، د هغه کور او عدالت هم دغلته موجود دي، اوس مونږ غواړو دغلته د پاکستان لومړنی ارکیالوجیکل پارک جوړ کړو، او د دې لپاره موږ کار هم پیل کړی ))

د دې سره سره د خیبر پښتونخوا د ارکیالوجي ډایریکټوریټ د پیښور په قصه خوانۍ کې دوه کورونه چې د هندي فلمي نړۍ د هنرمندانو دلیپ کمار او راج کپور دي، هم قامي ورثه ګرځوي. ډاکټر عبدالصمد وایي دوی حکومت ته خواست کړی چې دغه دې د قانون لاندې تاریخي ورثه وګرځوي او له دغې وروستو به دوی د دغه کورونو د محفوظولو لپاره کار شورو کوي.

دا چې په خیبر پښتونخوا کې د موجوده تاریخې ځایونو او اثارو د محفوظولو لپاره څه روان دي ، او په دې لړ کې څه پرمختګ شوی ، په ځواب کې یي د پښتو اکیډمۍ پخوانی ډایریکټر پروفیسر راج ولي شاه وایي حکومتي ادارې په دې لړ کې څه خاص پالیسي نه لري، اوباید دې اړخ ته زیاته توجو وشي، دی وایي(( حکومت دې اړخ ته هیڅ بام نه کوي، چې کوم علمي کارونه دي هغوي ته هیڅوک توجو نه ورکوي، حالانکه په پښتونخوا کې ډیر تاریخي ځایونه دي، دا د حکومتونو او د مالدارو ادارو کار دي، او باید د دې لپاره په ولس کط شعور بیدا کړل شي))

د تاریخي اثارو ماهرین دا هم وایي د سوات د میوزیم نه په تیر وخت کې یو شمیر قیمتي شیان پنجاب ته وړل شوي وو، خو تراوسه دغه میوزیم خپل پخواني حالت ته ندی راغلۍ. په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر تاریخي ځایونه موجود دي، چې زیاتره په پیښور ، سوات، مردان ، صوابۍ کې دي، خو د تاریخي اثارو ماهرین وايي د حکومت لخوا د پام نه ورکولو له وجې دغه نه یوازې ورځ په ورځ خرابیږي، بلکې دغلته سیلانیان هم د مختلفو وجوهاتو له وجي نشي تللۍ.

XS
SM
MD
LG