د لاسرسي ځای

په مسکو کې د مېټرو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي


د مسکو ښار ځمکې لاندې میټرو کې د ټرین د بوګيو اوښتو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او تر سلو زیات ټپیان شویدي.
پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې خلک کارونو ته روان وو. د روس د بېړنيو چارو وزارت وایي، کله چې د برېښنا د شاټۍ له امله د خطر زنګ ووهل شو نو ټرین سمدستي ودرول شو چې یو شمیر بوګۍ يې له پټلۍ څخه ووتلې.
د بېړنيو چارو وزارت وایي، شاوخوا ۲۰۰ کسان له ټرین څخه ایستل شویدي.
د ټپیانو د انتقال لپاره له هلیکوپټرو کاراخیستل شوی دی. د پارک بوبيدي په نامه تر ځمکې لاندې دغه تمځای ۸۴ ميټره ژور دی چې له کبله يې د ژغورنې عمليات له مشکل سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG