د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، روسیه اوس هم اوکراینیو بېلتونپالو ته مرستې ورکوي


پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن ته داسې څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګواکې روسیې په اوکراین کې له بېلتونپالو سره مرستې درولې دي.

بیان وايي، روسیې بېلتونپالو ته د ټاکونو په ګډون د پوځي سامان ورکولو لړۍ جاري ساتلې ده.

ناټو وايي، روسیې له اوکراین سره پر پوله د خپلو سرتېرو شمېر له لسو زرو، ۱۲۰۰۰ ته لوړه کړې ده.

بلخوا د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو د دوشنبې پر ورځ د امنیتي چارواکو تر یوې غونډې وروسته وویل، دا مالومات سم دي چې د روسیې پوځي چارواکي د اوکراین د امنیتي ځواکونو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.

په عین حال کې روسیې ویلي دي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غړیو ته اجازه ورکوي چې د روسیې او اوکراین تر منځ د پولې څارنه وکړي.

په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف یاد سازمان ته یو لیک هم استولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG