د لاسرسي ځای

اوباما د اسراییل او حماس ترمنځ د مصر اوربند ملاتړ وکړ


واشنګټن - د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یوې اوونۍ سختې جګړې پای ته د رسولو په موخه د مصر د اوربند پلان ملاتړ کړی دی.

اوباما دا خبره د دوشنبې پر ماښام په سپینه ماڼۍ کې له مسلمانانو سره د روژه ماتي پر وخت وکړه.

ده وویل، هیله من دی چې دا پلان به ډېر ژر ارامۍ ته لار هواره کړي.

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سې شنبې پر ورځ قاهرې ته لاړ شي او له مصري چارواکو سره د حالاتو په اړه بحث وکړي.

د اسراییل کابینې د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر مشرۍ لاندې په تل ابیب کې د اسراییلو د پوځ په مرکز کې غونډه وکړه او د رایو په واسطه یې اوربند ومانه.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د اوربند د پلان هرکلی او په قبلېدو یې ټینګار کړی دی، خو حماس دا پلان رد کړی.

د غزې پر تړانګې، د اسراییل په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG