د لاسرسي ځای

ملالې پر بوکو حرام د تښتول شویو نجونو خوشې کولو غږ کړی دی


د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ناېجیریا پر اسلامپالې وسله والې ډلې بوکو حرام غږ (ږغ) کړی دی چې د سکول تښتول شوې څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانې دې خوشې کړي.

ملاله د ۲۰۱۲ز کال د اکتوبر په مياشت کې وسله والو طالبانو په سوات کې په ډزو زخمي کړې وه چې وروسته بيا د علاج لپاره د برتانيې برمنګهم ښار ته يوړل شوه او اوس هم هلته اوسي.

د امريکا اسوشي اېټډ پریس اژانس په خپل رپورټ کې وايي، ملالې يوسفزۍ د خپلې ۱۷مې کليزي د لمانځلو په مناسبت ناېجیریا ته د دې لپاره تللې وه چې هلته د هغو ۲۱۹ نجونو له کورنيو سره وويني چې د اپريل په مياشت کې اسلامپالې وسله والې ډلې بوکو حرام تښتولي وې.

د اژانس په خبره، ملالې يوسفزۍ د ناېجیریا له ولسمشر ګوډ لک جوناتن سره وليدل او هغه ورسره دا ژمنه وکړه چې د تښتول شویو نجونو له خپلوانو سره به ويني.

ملالې یوسفزۍ پر تښتونکو غږ (ږغ) وکړ چې وسلې دې وغورځوي، خپلې خویندې او د قام لوڼه دې خوشې کړي ځکه چې د دې په وينا، دغو نجونو هيڅ جرم نه دی کړی.

ملالې بوکو حرام ډلې ته وويل چې د اسلام نوم ناسم استعمالوي خو د دې په خبره، اسلام د امن او سولې مذهب دی.

د خبري اژانس تر مخه، ملالې یوسفزۍ د نجونو په کم عمرۍ کې د ودولو د رواج خلاف هم خبرې وکړې.

دې پر خلکو غږ (ږغ) وکړ چې خپلې نجونه له ظلم وژغوري او په کار ده چې نجونه په زور واده نه کړل شي او نه هم د واده کولو په خاطر له سکوله و ايستل شي.

په ناېجيريا کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ملالې یوسفزۍ د تښتول شویو نجونو له ميندو او پلرونو سره د هغو غم تشريح کړ.

دې وويل د ميندو او پلرونو په سترګو کې يې اوښکې وليدلې، دوی ناهيلي ول او غوښتل یې چې له ولسمشر سره وويني.

ملالې یوسفزۍ د ناېجيريا پر حکومت غږ (ږغ) وکړ چې نه يوازې په هغو سيمو کې چې د بوکو حرام وسله وال تنظيم په نښه دي بلکې په عمومي توګه دې په ټول ملک کې د تعليم د ودې لپاره نورې پيسې ځانګړې کړي.

بلخوا ملالې یوسفزۍ په يو بيان کې ويلي چې د تعليم په برخه کې فعاله د دې نا حکومتي تنظيم ملاله فنډ به په ناېجیريا کې د تعليم د پرمختګ لپاره د هغه هيواد ناحکومتي ادارو ته شاوخوا دوه کروړه روپۍ د مرستې په توګه ورکوي.

XS
SM
MD
LG