د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ځانمرګی برید، د وژل شویو شمېر ۴۱ ته ورسېد


د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ په بازار کې په ځانمرګي موټر بمي برید کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته ورسېد.

د افغانستان د ملي پوځ ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي تر دې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په برید کې ۸۹ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۴۲ کسان ژوبل شوي دي.

خو د پکتیکا والي محب الله صمیم مشال راډیو ته وویل، دوی د وژل شویو شمېر مالوم کړی دی او کره شمېر یې ۴۱ دی.

د جنرال عظیمي په خبره، په ځانمرګي موټر برید کې شاوخوا ۲۰ دوکانونه ړنګ شوي دي.

عظیمي وویل، پوځ سیمې ته هیلي کاپټرې واستولې چې ژوبل شوي کسان د ښرنې روغتون ته ورسوي.

ولایتي چارواکي وايي، په برید کې دوه پولیس وژل شوي دي او نور ټول ملکي وګړي دي.

د دوی په خبره، ځانوژونکي هغه وخت له چوونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه چې پولیسو وپېژنده.

وسله والو طالبانو ویلي دا برید دوی نه دی کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپور شوي پیغام کې ویل شوي، دوی له دې حملې سره هېڅ تړاو نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG