د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یوولس کلنه وم چې د تعلیم په حق او د طالبانو پر ضد مې غږ اوچت کړ'


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

زه چې د پينځلسو کالونو شوم، نو طالبانو وويشتم. نيږدې وه چې مړه شوې وای، خو يو بل ژوند راته راکړل شو. زه شپاړس کلنه وم چې د جينکو د حقونو او د هغو د تعليم لپاره مې يوارې بيا غږ پورته کړ،

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه کې ملاله يوسفزۍ وايي، زه د يولسو کالونو وم چې د طالبانو پر ضد او د تعليم د خپل حق تر لاسه کولو لپاره مې غږ پورته کول پيل کړل. چې د دولسو کالونو شوم، نو مجبوره شوم چې د پاکستان د سوات سيمه، چې ما پکې کور درلود، د دې لپاره پرېږدم چې ترهګرو پکې د خلکو ژوند اور کړی وو.

زه چې د پينځلسو کالونو شوم، نو طالبانو وويشتم. نيږدې وه چې مړه شوې وای، خو يو بل ژوند راته راکړل شو. زه شپاړس کلنه وم چې د جينکو د حقونو او د هغو د تعليم لپاره مې يوارې بيا غږ پورته کړ، خو دا ځل له نړيوال سټيج څخه. د تېرې اونۍ په پای کې زه د اولسو کالونو شوم.

ملالې يوسفزۍ په خپلې ليکنه کې زياته کړې، ښځې او جينکۍ، هر ورځ له يو شمېر ننګونه سره مخامخيږي. په ګرده نړۍ کې تر ۶۶ ميليونه زياتې جينکۍ لا هم ښوونځي ته نه ځي.

په پاکستان کې زما خويندې، په داسې حال کې چې وړې وي، له سکولونو پاڅولی او ودولی شي. سږکال په مۍ مياشت کې، په هند کې زما دوه خويندې، وروسته له دې چې جنسي تېری پرې وشو، ووژل شوې او مړي يې له يوې ونې ځوړند کړل شول. زه نه پوهېږم چې يو څوک دومره وحشتناک جرم څنګ کولی شي؟

ملالې په ليکنه کې کښلي، موږ نه شو کولی چې په دې هر څه چوپه خوله پاتې شو. له موږ څخه هر يو کس زمه واري لري. موږ تر هغې چې د هر يو هلک او هرې يوې جينۍ لپاره مو انصاف او ازادي نه وي ګټلي، په قلاره نه شو کېناستای. ما له تېرې ملاله ورځې را په دېخوا د خپلو خويندو د حقونو لپاره غږ پورته کړی. خو دا ده چې موږ ټولو ته، په ګډه، لا ډېر څه کول دي.

ملالې په ليکنه کې ډاډ ښکاره کړی او ويلي يې دي، موږ له هغه چا، چې زموږ مخالف دي او غواړي چې موږ غلي کړي، زيات طاقتور يو.

بلخوا يوې بلې امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال بيا د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو انتخاباتو د رايو د تفتيش پر موضوع ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، د دغو انتخاباتو دواړو مخکښو کانديدانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله، د تېرې اونۍ په پای کې په کابل کې د امريکا له خارجه وزير جان کيري سره تر ليدنې وروسته موافقه وکړه چې په دويم پړاو کې اچول شوې ټولې رای دې له سره وشمېرل شي.

دواړو نوماندانو، د دې تر څنګ چې و يې ويل، د دې تفتيش پايلې به مني، زياته کړه چې د انتخاباتو ګټونکی کانديد به په افغانستان کې د ملي وحدت يو حکومت جوړوي، چې بايلونکي اړخ ته به نمايندګي پکې ورکول کيږي.

د افغانستان د اتخاباتو خپلواک کمېسيون چارواکو ويلي چې د دويم پړاو انتخاباتو د رايو د بيا شمېرنې عمل به د سه شنبې پر ورځ، يانې هم نن پيل شي.

XS
SM
MD
LG