د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حجرو کې پښتانه پښتونواله زدهکوي


دا اونۍ په شال وشمله خپرونه کې د حجرو «دېرو» پر ارزښت خبرې کوو.

حجره هغه ځای دی چې پښتانه پکې میلمه پالنه کوي، هلته جرګې جوړېږي، مشران پکې راغونډېږي او کشران ترې زدکړې کوي، په مختلفو مسلو خبرې کیږي، شعرونه پکې ویل کیږي او د ټنګ ټکور بانډارونه پکې جوړېږي.

د خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې لیکوال او تاریخپوه نور الامین یوسفزی د حجرې تاریخ په یونانې او نورو کلتورو کې بیانولو سره وایي، چې حجري په نورو قامونو کې هم وې خو د پښتون په کلتور کې د دې یو ځانګړی حیثیت دي او هم دا وجه ده چې تر اوسه شتون لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پیښور کې لیکوال نثار علي خان بیا د حجرې تاریخ په اړه وایي، چې پخوا به کله ودانې نه وې نو هم حجره د هغه وخت مناسبت سره په خپل شکل کې موجوده وه. خو بیا د ځینو تاریخپوهانو په اند د حجرې کلمه عربي ده او نژدې زر کاله پخوا د عباسیانو په زمانه کې د طالبانو هغو ځایونو ته به په ښارونو کې حجرې ویل کیدې چې هلته به دوی د شپې خوب کاوه او هلته به یې خپل سبقونه ویل.

د افغانستان په کابل کې لیکوال غفور لیوال بیا د هجرو د اهمیت په اړه وایي، په پښتنو کې د حجرې کلتور د ډير پخوا راهسي دې او حجرو کې به چم محلت ته د ورپېښو مسلو جاج اخیستل کیده، که په موجوده وخت کې حجرې په سمه توګه فعاله وای او ټولو خلکو د پخوا پشان یو ځای ناسته کولای نو غلا، شوکې او د بدامنې پیښي به کمې وای.

د افغانستان لور ته په اتیایمه لسیزه کې چې کله د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په دې هیواد کې دیره وو، د جګړو له امله په ځینو سیمو کې حجرې وتړل شوې.

بیا د وخت له تېرېدو سره سره په قبایلي سیمو کې د جګړو له تودېدو سره حجرې سړې شوې، خو دغو جګړو یوازې حجرې نه، د پښتنو د میلمه پالنې د دود د بنسټونو نړېدو ته مخه کړه او د کورونو ورونه یې هم تاله کړل.

نثار علې خان وایي، په موجوده وخت کې اکثرو خلکو حجري په بېټکونو کې بدلې کړې، خو بیا نور الامین یوسفزی هم بیا د نثار علي خان خبرې سره اتفاق کوي او زیاتوي چې نه صرف خلکو د مصروفیت له وجې حجرې پرېښودې بلکې بدامنیو هم حجرو ته زیان ورسولو.

XS
SM
MD
LG