د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رایو جامع پلټنه د افغانستان انتخاباتي لانجې د هواري یوازینۍ لار


په دې لړ کې باید په افغانستان کې د رایو پوره او جامع محاسبه او پلټنه وشي. دا پلټنه باید د نړیوالو پوهانو تر څار لاندې وشي.

په فارن پالیسي مجله کې د سیاسي چارو پوه ډاکتر نعمت ابراهیمي لیکي، کله چې په افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو د دویم پړاو لومړنیو نتیجو لانجه پیدا کړه نو امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ته ټیلي فون وکړ. تر هغې وروسته اوباما له ډاکتر اشرف غني سره هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په بیړني سفر افغانستان ته ولاړ او هلته یې د ولسمشرۍ له دوو نوماندانو او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. د دوو ورځو تر خبرو وروسته کاندیدان سلا شول چې له درې میلیونه د زیاتو رایو محاسبه او پلټنه دې وشي.

ډاکتر ابراهیمي لیکي، په افغانستان کې د اوسنۍ انتخاباتي لانجې سم او کره حل ځکه ډېر مهم دی چې که دا لانجه بې له څه نتیجې پاتې شوه نو په هغه هېواد کې تاوتریخوالی او ناارامي پیدا کېدای شي.

ډاکتر ابراهیمي د افغانستان د انتخاباتو د دې بحران د هواري درې لارې ویني.

لومړی، د اېتلافي حکومت په جوړولو دواړه نوماندان واک شریکولای شي. دا لار که څه هم دواړو نوماندانو رد کړې ده خو که د لویې جرګې په وسیله د صدراعظم یا وزیراعظم څوکۍ جوړه کړل شي او عبدالله ته ورکړل شي، نو دا به د واک شریکولو یوه لار وي. د لیکوال په اند، د دواړو امېدوارانو تر منځ د خبرو ناکامي ښيي چې عبدالله به د ولسمشرۍ له څوکۍ پرته پر بلې هغې راضي نه شي. له دې سره سره، که بالفرض عبدالله راضي هم شي نو د هغه نېږدې او قوي پلویان به پر دې مېکانزم سلا نه شي. د بېلګې په توګه، عطا محمد نور تر دې مخکې د موازي یا متوازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی او که اېتلافي حکومت جوړ شي نو نور به موازي حکومت په رسمي ډول اعلان کړي.

لیکوال وايي، په افغانستان کې انتخاباتي بهیر اغېزمن شوی دی نو دویمه لار د سیاسي عمل په ذریعې یوه نتیجې ته رسېدل دي. په افغانستان کې لویه جرګه جوړېدای شي او هغې ته واک ورکول کېدای شي چې ولسمشر وټاکي. خو په تاریخي توګه لویه جرګه د پښتنو مېکانزم دی او دا امکان نه لري چې عبدالله یا پلویان به یې دا عمل ومني. لویه جرګه به د افغانستان ټاکنیز بهیر ته نور تاوان هم ورسوي او ډیموکراسي به اغېزمنه کړي.

په دې صورتحال کې، د ډاکتر ابراهیمي په وینا، درېیمه لار تر ټولو غوره او اغېزناکه کېدای شي. دی وايي، که څه هم په افغانستان کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو شکایتونو کمېسیون دواړه تر انتقاد لاندې راغلي دي خو د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د لانجې په هواري کې باید انتخاباتي عمل له پامه و نه غورځول شي.

په دې لړ کې باید په افغانستان کې د رایو پوره او جامع محاسبه او پلټنه وشي. دا پلټنه باید د نړیوالو پوهانو تر څار لاندې وشي. په دې نړیوالو پوهانو کې ډېریو پخوا د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو له کمېسیون سره کار کړی دی. جامع پلټنې به د ګټونکي اعلان هم تر څو اوونیو وځنډوي، خو پرته له دې بله لار نشته.

ډاکتر نعمت ابراهیمي په فارن پالیسي مجله کې زیاتوي، په افغانستان کې اوسنۍ انتخاباتي لانجه باید له پامه و نه غورځول شي ځکه چې د دې نه هوارول به د هېواد دننه نه یوازې امنیتي او اقتصادي ستونزې ژورې کړي، بلکې د افغانستان د سیاسي ثبات او د هېواد د دولتي ادارو باور ته به هم تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG