د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان کې ۱۳ نور وسله وال د بمبارۍ ښکار شول


د وزیرستان د عملیاتو یو انځور

د وزیرستان د عملیاتو یو انځور

د پاکستان پوځی چارواکي وایي دوی پرون په شمالي وزیرستان کې په تازه هوایي بمباریو کې دیارلس وسله وال وژلې دي.

د پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر میجر جنرل عاصم باجوه ویلي، په دغه بمبارۍ کې د وسلوالو اوه پټن ځایونه هم تبا کړل شوی دي.

د پوځ لخوا دغه بمباري له هغې لږ وروستو شوي کله چې وسلوالو د میرعلي په پوځي پوسته راکټي حمله وکړه.

عاصم باجوه وايي په وژلو شویو وسلوالو کې زیاتره بهرنیان دي، خو د هغوی شناخت یي ندی ښودلی. پوځي چارواکي دا هم وایي چې په بویه سیمه کې یي درې وسلوال نیولي او دوو نورو هغه مهال ځانونه والوځول چې پوځي سرتیرو دوی په ګیره کې واخیستل.

د ازادو سرچینو لخوا د پوځ د دغه دعوو په اړه څه تصدیق ندی شوی ، ځکه چې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان ته ازاد خبریالان نه پریږدي. د پاکستان حکومت د بار بار نړیوالو غوښتنو نه پس د جون په پنځلسمه نیټه په سیمه کې عملیاات پیل کړي چې د ضرب عضب نوم یې ورته ورکړی او دا عملیات تر دم ګړۍ پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG