د لاسرسي ځای

په پېښور کې د کانګو واېرس له وجې د مړو شمیره ۴ ته او د متاثره شويو کسانو شميره ۱۱ ته رسيدلې دی.

پېښور حیات آباد میډیکل کمپلیکس کې د کانګو واېرس د ناروغو لپاره جوړ کړل شوی خصوصي وارډ مشر ډاکټر ولي رحمان نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل چې د متاثره شويو کسانو درملنه روانه ده.

بلخوا ډاکټران وايي چې کانګو واېرس د څارو نه انسانانو ته انتقاليږي، خو د دې مخنيوی ممکن دی.

XS
SM
MD
LG