د کندهار ولایت په پنجوایې ولسوالۍ کي د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د يوې کورنۍ اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوی دي.
د پنجوایي ولسوال حاجي فضل محمد مشال راډیوته وویل ، دا چاودنه نن (شنبه) له غرمې مخکې هغه وخت د نورزو په سیمه کې وشوه چې یو موټر د سړک غاړې په ځاي پر ځاي شوي ماین سره وخوت.
د دوی په خبره په وژل شویو کې پنځه ښځې او درې نارینه شامل دي چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي او د همدې کورنۍ دوه ماشومان هم پکې ټپيان شوي دي.