د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې ۲۱ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۲۱ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۲۱ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولايت چارواکي وايي چې نن (شنبه) سهار درې بجې وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه د الینګار ولسوالۍ د قلعټک او کندي سيمو کې د پولیسو او ملي اردو په پوستو برید وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ شول، نښتې پينځه ساعته دوام وکړ چې په نیتجه کې يې ۱۵ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پاتې يې ټپیان شوي دي.

په دې اړه د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نن سهار وختي د دريو بجو په شاو خوا کې د الینګار ولسوالۍ د قلعټک او کندې په سيمه کې مخالفو وسله والو د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو باندې ډله ييز بريد کړی چې د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابيه ډزو کې د مخالفو وسله والو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هغې له جملې څخه يې ۱۵ کسه وژل شوي چې په وژل شويو کې يې درې تنه ويل کيږي چې ځانمرګي بریدګر و.»

دا چې په ياده نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان رسیدلی او که څنګه دا پوښتنه د والي وياند سرحدي ځواک دا رنګه ځوابوي.

« په دغه بريد کې اوه ۷ تنه افغان سرتيري هم شهيدان شوي او څلور ۴ تنه زخميان دي.»

XS
SM
MD
LG