د لاسرسي ځای

د افغانستان انتخابات: جان کيري د اشرف غني او عبدالله سره بيا ملاقات وکړ


د امريکا د بهرنيوو چارو وزير، جان کيري د افغان ولسمشر سره

د امريکا د بهرنيوو چارو وزير، جان کيري د افغان ولسمشر سره

جان کيري د افغانستان د ټاکنو د بحران د ختمولو لپاره د غني او عبدالله سره تر ملاقات وروسته نن د ولسمشرحامد کرزي سره هم ملاقات کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن يو ځل بيا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بحران د حلولو لپاره د دواړو کانديدانو، ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره تر پرونيوو ملاقاتونو وروسته نن بيا د دواړو سره ملاقات وکړ.

کیري ویلي امریکه هڅه کوي چې یو داسې عمل مخې ته راوړي چې د افغانستان لپاره د هر هغه مشر مشروعیت یقیني کړي چې په سمه او قانوني لاره مشري ترلاسه کړي.

جان کيري او ډاکټر اشرف غني

جان کيري او ډاکټر اشرف غني

نوموړی به نن د ولسمشرحامد کرزي سره هم ملاقات کوي.

د انتخاباتو د دویم پړاؤ د لومړیو نتیجو ترمخه ډاکټر اشرف غني ډیرې رايې دي خو عبدالله دا نتیجې رد کړي او وايي چې درغلي پکې شوي.

روانه اوونۍ اولسمشر اوبامه هم د دواړو کاندیدانو سره خبرې اوکړی او خبردارې يي ورکړو چې که چیرې د واک ترلاسه کولو لپاره له قانونه بهر څه ګام واخستل شو نو امریکه به د افغانستان سره مالي مرستې ختمې کړي.

تېره ورځ د اولسمشر کرزي او جان کیري تر ملاقات وروسته د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په یو ه خبرپاڼه کې وویل شو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر د لانجې د هواري لپاره هره هغه لاره چې د قانون په چوکاټ کې دننه وي او دواړه کاندیدان پرې رضا وي، اولسمشر کرزي ته هم د منلو وړ ده.

ډاکټر اشرف غني پرون د جان کیري سره د ملاقات په پیل کې وويل چې هغه د رايو څيړلو ته ژمن دی. هغه زياته کړه د ټاکنو عمل باید دومره پیاوړی او د قانون د لارې سم وي چې د افغان اولس او نړۍ لپاره د باور وړ وګرځي.

جان کيري او عبدالله

جان کيري او عبدالله

د انتخاباتو د اته ملینه ورکړل شویو رایو څخه تر دریو ملینو رایې یا ووټونه داسې دي چې په ممکنه توګه ورته انتخاباتي چارواکي یو ځل بیا کتنه کولی شي.

په همدې حال کې د ډاکټر عبدالله سره د مرستيال ولسمشرۍ کانديد محمد محقق ويلي چې که د انتخاباتو په سر لانجه نه هواریږي نو د یو کال لپاره دې عبوري حکومت جوړ شي. نوموړي د انتخاباتو په خپلواک کمیشن کې د اصلاحاتو غوښتنه هم کړې ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند نصرالله ستانکزی وايي کيدای شي د جان کيري منځګړتوب روانه انتخاباتي لانجه حل کړي.

XS
SM
MD
LG