د لاسرسي ځای

په خوست کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې(UNHCR) او نړیوال خوراکي پروګرام(WFP) له خوا د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو منظم بهیر پیل شو.

په خوست کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې(UNHCR) او نړیوال خوراکي پروګرام(WFP) له خوا د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو منظم بهیر پیل شو.

د شنبې په ورځ د یادو دواړو ادارو له خوا هغه دیارلس سوه وزیرستاني کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه، چې د کډوالو د کېمپ څخه بهر د مرکز په دریو اداري واحدونو کې اوسیږي، چې د دې کورنیو په تعقیب به دا ډول مرستې د خوست په هغه ټولو سیمو کې وویشل شي، چې د قبایلي سیمو کډوالو په کې اړولي دي.

په خوراکي توکو کې چې د مرستې په ډول ویشل کیږي، هرې یوې کورنۍ ته ټول ۱۱۹ کیلوګرامه مواد، چې په کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او بسکټ دي او یوولس همداراز درې پلاستیکي ترپالونه، دوه کمپلې، د اشپزخانې د توکو سیټ، د لمریزې بریښنا لمپونه، د سوی ګیس ډبې، صابون او نور شیان هم ورکول کیږي.

د نړیوال خوراکي پروګرام یو تن مامور، چې نه يې غوښتل نوم واخیستل شي، وویل چې ښايي تر دې وروسته هره میاشت په همدې اندازه خوراکي توکي ثبت شویو کډوالو ته په منظم ډول وویشل شي.

یوه مرسته اخیستونکي مشال راډیو ته وویل:

((د میرانشاه اوسیدونکی یم، هو موږ ته يې مرسته راکړه، د دې مرستې نه موږ ډېر خوښ یو، د افغانستان له حکومته ډېره مننه چې موږ سره يې دا مرسته وکړه کوز حکومت خو مو وژني د میران شاه د سیدګۍ اوسیدونکی ګل نایب خان وایي:

((موږ سره يې ډېره ښه مرسته وکړه، البته دې افغانستان حکومت موږ ډېره ډېره مننه کوو، هر شی راکړل، غوړي يې راکړل، غله يې راکړه...))

د مظفر په نوم یو بل تن وزیرستاني کډوال بیا په خپلو خبرو کې د افغان حکومت د مامورینو د ښه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی باور لري افغان حکومت به له دوی سره لا نورې مرستې هم وکړي:

((موږ سره د پنجابي، سیندي او بلوڅ نه موږ سره ډېر امداد وکړي، ښه په قدر او احترام سره موږ په نمبر ناست وو، کوم شی چې رادرومي نوم دې اخلي او په قدر يې درکوي.))

د خوست په مرکزي کې د مرستو د ویش کمیټې مشر بخت نور بختیار د مرستو د څرنګوالي په باب مشال راډیو سره خپلې خبرې په دې توګه شریکې کړې:

((نن هغه کورنۍ چې له شمالي وزیرستانه راغلي دي، د خوست ښار په مرکز او متون په قوم کې میشت شوي دي، نومونه يې ثبت کړي دي، هغوی له پاره غذايي مواد ورکول کیږي او هم غیر غذايي مواد ورکول کیږي، غذايي موادWFP له خوا ورکول کیږي او غیر خوراکي توکي د UNHCR له خوا ویشل کیږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت په برمل او ارګون ولسوالیو کې هم د ځايي چارواکیو له خوا هغه سلګونه کډوالو سره اړینې مرستې وشوې، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله ورکډه شوي دي، ځايي چارواکي د پکتیکا په ارګون، برمل، نکه، ګیان او زیړوک ولسوالیو کې د میشت شویو کډوالو شمېر لس زره کورنۍ ښيي.

XS
SM
MD
LG