د لاسرسي ځای

کرزي او کېري د انتخاباتو کړکېچ وڅېړلی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ارګ دلکشا ماڼۍ کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره ویني. ۱۱م جولای ۲۰۱۴

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ارګ دلکشا ماڼۍ کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره ویني. ۱۱م جولای ۲۰۱۴

د افغانستان له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر حامد کرزي نن «جمعې ورځ« د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کیری سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پدغه لیدنه کې دواړو خواوو په انتخاباتو پورې اړوندو موضوعاتو لکه پر دې ستونزه د ملګرو ملتونو وړاندیز او د دواړو کاندیدانو د نظریاتو په باب خبری شوې.

دغه خبر له مخې ولسمشر کرزي ویلي چې د ستونزې هر ډول حل، چې له کاندیدانو سره په تفاهم له قانوني لارو ولټول شي د منلو وړ وي.

خبرپاڼه زیاتو، ښاغلي کرزي د ستونزې هوارولو لپاره د ملګرو ملتونو منځګړتوب د منلو وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې نوي ولسمشر ته دې پر ټاکل شوي وخت د اګست پر دویمه نېټه واک ولېږدول شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري په کابل کې د افغانستان ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي سره هم لیدلي دي او تمه ده چې له بل کاندید عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي سره روغبړ کوي. ۱۱م جولای ۲۰۱۴

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي سره روغبړ کوي. ۱۱م جولای ۲۰۱۴

نوموړی د افغانستان انتخاباتو پر سر د راپورته شوي کړکېچ هوارولو لپاره بېګا شپه ناوخته کابل ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې انتخاباتي ناندری له هغه وروسته راپورته شوی چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د درغلیو ادعا وکړه او د لومړنیو پایللو د اعلان مخالفت یې وکړ.

جان کېري تردې مخکې په چین کې ویلي ول، که څه هم دوی د افغانستان د انتخاباتو له کبله راپورته شوي کړکیچ ته جدي اندېښنه لري، خو هیلمن دی چې په څو ورځو کې به دې اختلافاتو ته د هواري یوه حللاره ومومي.

نوموړي ویلي د افغانستان جمهوري ریاست انتخاباتي لانجې هوارولو لپاره کابل ته رسیدلی دی او ویلي یې ول، افغانستان په یو ډېر حساس حالت کې دی.

خو هغه هیله څرګنده کړې جې د خلکو شکونو د قناعت لپاره یوه لار شته، خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې دی نشي ویلای په اوسني حالت کې به په اتومات ډول دغې نقطې ته ورسېږي.

د انتخاباتو لانجې په افغانستان کې د شخړو رامنځ ته کېدو اندیښنې زیاتې کړي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي ول، چې په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د وروستۍ انتخاباتي شخړې هوارولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې ویل شوي، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو درې نیم میلیونه رایې بیا وکتل شي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم غوښتنه لرله، چې د دوی او انتخاباتي کمیسیونونو ترمنځ د وروستۍ شخړې د هواري په هدف باید ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه اقدام وکړي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش خپله دغه طرحه بېګا ماښام په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وړاندې کړه.

د ملګرو ملتونو د وړاندیز شوې طرحې له مخې د دویم پړاو انتخاباتو درې نیم میلیونه رایې بیا وکتل شي.، چې دا د ټولو رایو ۴۳ فیصده جوړوي.

د جمهوري ریاست خبرپاڼې وایي، چې د ملګروملتونو د دې طرحې د وړاندې کیدو پرمهال په غونډه کې د ولسمشرحامد کرزي مرستیالان، قاضي القضات، نور لوړ پوړي چارواکي او د دواړو انتخاباتي کمیسیونونو مشران حاضر وو.

خبرپاڼې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش په حواله لیکلي، چې خپله پیشنهادي طرحه به نن جمعه له دواړو کاندیدانو سره شریکه کړي.

XS
SM
MD
LG