د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانانو د ولسمشرحامد کرزي توهين وغانده


د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د يو شمير مدني ټولنو سره په ګډه د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د هغه عمل په سختو ټکو کې غندنه وکړه چې وړمه ورځ ځينې کسانو د لويې جرګې په تالار کې د ولسمشر حامد کرزي د تصوير توهين کړی و.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د يو شمير مدني ټولنو سره په ګډه د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د هغه عمل په سختو ټکو کې غندنه وکړه چې وړمه ورځ ځينې کسانو د لويې جرګې په تالار کې د ولسمشر حامد کرزي د تصوير توهين کړی و.

د جمعې په ورځ په سلګونه تنه د ننګرهار د ځوانانو امريت نه تر پښتونستان واټ پورې د لاريون په بڼه راغلل او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په حق کې يې شعارونه ورکول.

دغه سوله ييز لاريون د هغې کړنې غبرګون و چې وړمه ورځ ځينو کسانو د لويې جرګې په تالار کې د حامد کرزي تصوير راوغورځاوه او پر ځای يې ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله تصوير وځړاوه.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې که ولسمشر حامد کرزی له واکه ليرې هم شي، نو د ولسونو په زړونو کې به ځای ولري.

« ولسمشر کرزی زموږ وياړ دی، که چيرې دی د اختر په پينځمه باندې د ولسمشرۍ واک بل هغه نوماند ته چې د ولسونو په رايو او ټاکنو کميسيونونو له خوا بريالي اعلانيږي، واک ورته سپاري، له هغې وروسته به هم ولسمشر زموږ په ولسونو کې، زموږ په زړونو کې او په ځوانانو کې بیا هم هغومره ځای ولري، لکه څومره چې يې پخوا درلودو.»

د ولسي ښيګړو ټولنې مشر ډاکټر اسدالله ښاليز وويل، چې په کار ده چې په نورو ولایتونو کې هم د دغه شان ناوړه عملونو غندنه وشي.

« قانون دغه اجازه نه راکوي چې موږ دې د افغان ولسمشر سپاوی وکړو، دا يو غير اخلاقي کړنه ده چې هر چا تر سره کړې ده. او زموږ راتګ د همدغې غبرګون په مقابل کې يو حرکت دی چې موږ د ولسمشر د حیثیت نه چې دا يو ملي سمبول دی، له هغې نه دفاع وکړو. نه يوازې دا چې په ننګرهار کې بلکې په نورو ولایتونو کې هم دغسې حرکتونه پلي شي.»

د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون له عدلي او قضايي ادارو نه غوښتنه وکړه چې د ولسمشر ته د سپکاوي عاملين دې ونيول او سزا ته ورکړل شي.


« د ولسمشر جلالت ماب حامد کرزي په وړاندې چې کوم توهین اميزه حرکت تر سره شوی، دا د افغانستان د ملی ګټو پر ضد او ملی مقدساتو په ضد قدم ګڼو. د امنيتي ارګانونو نه زموږ غوښتنه دا ده چې دغه عمل زموږ د ملي مقدساتو توهین دی، موږ ترې په جدي توګه غوښتنه کوو چې دغه اشخاص ونيسي، او د ملي خيانت په تور يې محکوم کړي.»

لاريون کوونکو د ولسمشرۍ په دواړو نوماندانو غږ وکړ چې د ولس ارادې او د ټاکنو د خپلواک کميسيون پريکړو ته دې احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG