د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: په افغانستان کې د نوي حکومت جوړول د راتلونکي ولسمشر کار دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېن ساکي په واشنګټن کې د جمعې په شپه خبریالانو ته وویل، ډابېنز د افغانستان د وېشلو پر ځای د هغه هېواد پر یووالي ټينګار کړی وو.

((زه وایم چې د ملي یووالي مانا دا ده چې متحد افغانستان وچلول شي. موږ وېشلی افغانستان لیدل نه غواړو. موږ نه غواړو چې په افغانستان کې کوم نوماند یا ډله پر داسې لار روان وي چې له کبله یې افغانستان ووېشل شي. نو زما په اند، [جېمز ډابېنز] د وېش برعکس خبرې کړې وې.))

د ډابېنز له وروستیو څرګندونو داسې انګېرل شوې وه چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د اېتلافي حکومت د جوړېدو پلوي کوي. جېن ساکي زیاته کړه چې په افغانستان کې د نوي حکومت جوړښت د راتلونکي ولسمشر کار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG