د لاسرسي ځای

سیند حکومت په شمالي وزیرستان کې د اپرېشن پېلېدو سمدستي وروسته اعلان وکړ، چې بې کوره شوي خلک دې د سیند صوبې ته نه راځي.

د ۱۲ سیندي ملتپاله ګوندونو اتحاد [سیند بچایو] کمیټۍ په ګوټکي ضلع کې له تېرو درو ورځو راهسیې سیند صوبې ته د پاکستان پوځ عملیاتو په ترڅ کې د وزیرستانیو کډوالو د ورننوتو پر ضد احتجاجي ناسته پېل کړې.

د احتجاجي ناستې یو منتظم او د سیندي ملتپاله ګوند جی سیند متحده محاذ ویاند ساغر حنیف مشال ریډیو ته وویل د دوی حتجاج به تر یوې هفتې دوام ولري. نوموړي زیاته کړه د دوی رضا کار سیند صوبې په لور راتلونکو بسونو او اورګاډو ته ورخیژي او د وزیرستان څخه راتلونکي خلک د کراچۍ په لور د تللو څخه منع کوي.

«له وزیرستانه چې کوم خلک راځي، دا تر یو سازش لاندې موږ په اقلیت کې بدلوي، د دې خلکو راتګ موږ، زموږ په ښارونو او اقتصاد د قبضې مترادف ګڼو، له موږ سره په ناسته کې شریک ملګري پخپله د کراچۍ په لور د تلونکو خلکو شناختي کارډونه معاینه کوي. موږ له بې کوره شوو خلکو سره په ترسره شوي ظلم خپه یو خو زموږ پوښتنه داده چې دغه مظلومان په پنجاب او پښتونخوا صوبه کې ولې نه ځایېږي چې په زرګونو کیلومیتره لېرې سیند صوبې ته راستول کیږي دا زموږ په کلیو او ښارونو د قبضې سازش دی»

سیند حکومت په شمالي وزیرستان کې د اپرېشن پېلېدو سمدستي وروسته اعلان وکړ، چې بې کوره شوي خلک دې د سیند صوبې ته نه راځي. له دې وروسته امنیتي ځواکونو د سیند او پنجاب صوبو په شریکه پوله او یو شمیر نورو ځایونو کې تلاشي سخته کړې او له قبایلي سيمو او خېبر پښتونخوا د کراچۍ پر لور راتلونکي یو شمیر کسان یې نیولي هم دي، خو سیندي ملتپالان وایي، دوی د سیند حکومت له دې اقداماتو مطمین نه دي، نو ځکه دوی مجبور شول چې پخپله سړکونو ته راووځي او د سیند صوبې په لور د تلونکو بې کوره شویو خلکو مخه ونیسي.

د سیند بچایو کمیټۍ چارواکی ساغر حنیف زیاتوي

«بې کوره شوي خلک د سیند په لور راځي او راروان دي، اوس د سیندي قام هر بچي محسوسه کړې ده چې دوی باید پخپله پولیس شي، پخپله پوځیان شي، او پخپله رینجر شي، او د دې خلکو[بې کوره شوو] مخه ونیسي او د خپلې خاورې او پولو ساتنه پخپله وکړي»

قانونپوهان وایي د پاکستان اساسي قانون د دې هیواد هر وګړي د ملک په هره برخه کې د اوسیدو او هلته د کاروبارکولو اجازه ورکوي. خو سیندي ملتپال وایي د پاکستان د جوړیدو راورسته بې کوره شوي خلک یوازې سیند صوبې ته راوستل کیږي، پکار ده چې دوی ته د پاکستان په نورو صوبو کې هم د استوګنې بندوبست وشي.

یاده دې وي په تېرو وختونو کې په جنوبي وزیرستان، سوات او باجوړ کې د پوځي عملیاتو له وجې په زرګونو کورنۍ کراچۍ ته کډه شوې وې. د کراچۍ په ځینو سيمو کې د دغو کډوالو لپاره کېمپونه هم جوړ شوي ول، خو په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم له شورو شوي اپرېشن وروسته له اغیزمنو سیمو د کراچۍ په لور د راغلو کډوالو شمېر د نشت برابر دی.

XS
SM
MD
LG