د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په دوو میاشتو کې به امنیتي تړون لاسلیک شي'


د ناټو عمومي منشي د امریکا له ولسمشر بارک سره په واشنګټن کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او پردې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان نویمنتخب ولسمشرباید د خپل کارپه لومړیو څو اونیو کې له بهرنیو ځواکونو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د ناټو عمومي منشي د امریکا له ولسمشر بارک سره په واشنګټن کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او پردې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان نویمنتخب ولسمشرباید د خپل کارپه لومړیو څو اونیو کې له بهرنیو ځواکونو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي ولسمشرد لوړې مراسمو ته تیاریانې نیولي دي چې ټاکل شوې ده د اګست په لومړۍ اونۍ کې دغه مراسم ترسره شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبرداری ورکړ، چې کابل باید امنیتي تړون چې د بهرنیو ځواکونو برخلیک معلوموي د سپتمبر تر میاشتې لاسلیک کړي.

راسموسن وویل، که چیرته دغه تړون د سپتمبر تر میاشتې لاسلیک نه شي لویدیځ متحدان به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د ناټو عمومي منشي دا خبرې په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د سېشنبې پر ورځ تر خبرو وروسته وکړې.

راسموسن همدا راز وویل، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو تورونو ژوره اندیښنه پیدا کړې ده.

د ناټو عمومي منشي هیله څرګنده کړه، چې د دغو ادعاو څیرنه د منلو وړ نتیجه ورکړي، څو د افغانستان راتلونکی حکومت وتوانیږي چې د ناټو د مشرانو تر غونډې مخکې چې په سپتمبر کې جوړیږي دغه تړون لاسلیک کړي.

راسموسن زیاته کړه، که چیرته د دغه تړون برخلیک د ناټو تر غونډې معلوم نه شي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

راسموسن ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نژدې لس زره بهرنیو ځواکونو شتون ضروري دی څو د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون وشي او ورته موافقتنامې د کابل او د ناټو د یو شمیر نورو غړیو هیوادو تر منځ لاسلیک شي.

د راسموسن په وینا دغه بهرني ځواکونه به بیا د څو کلونو په موده کې په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي.

د امریکا حکومت مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته د کابل او واشنګتن تر منځ امنیتي تړون ونه شي خپل ټول عسکر به له افغانستانه وباسي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د ریاست موده یې تقریبا درې اونۍ وروسته پای ته رسیږي، د دغه امنیتي تړون له لاسلیکولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وار له مخه ویلي دي، که بریالي شي له واشنګتن سره به امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.

که څه هم د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو پر سر د دواړو کاندیدانو تر منځ اختلاف پیدا شوی دی خو اټکل کیږي چې نوی ولسمشر به د اګست په دوهمه د لوړې مراسم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG