د لاسرسي ځای

تازه خبر

قدرتي زېرمې لرونکې قبایلي سیمې پاملرنه غواړي


که څه هم په قبايلي سيمو کې د قدرتي زېرمو رااېستو لپاره يو شمېر پروژي روانې دي، خو په دې اړه یوه پیلې او منظمه حکومتي تګلاره نه تر سترګو کېږي.

د قبايلي سيمو پرمختيايي ادارې ويبپاڼې د شمېرو له مخې په قبايلي سيمو کې ۲۱ ډوله معدنيات په لوی مقدار کې موجود دي.

په دې کې د ادارې د سروې ترمخه په قبايلي سيمو کې شاوخوا اووه اربه ټنه سنګ مرمر، پينځه سوه اووه دېرش ۵۳۷ ميليونه ټنه کرومايټ، ۳۵ ميليونه ټنه کويله، ۲۰ ميليونه ټنه چونه او همدغه شان نور معدنيات په ډېر زيات مقدار کې په دغو سيمو کې موجود دي.

د ګومل پوهنتون پخوانی وایس چانسلر منصور اکبر کنډي هم په دې اند دی چې په قبايلي سيمو کې بې ساري قدرتي معدنيات دي، او دا يې د بلوچستان معدنياتو سره پرتله کړل.

«د قلات خان ۷۰ کاله پخوا یو کتاب [د بلوچستان دننه، Inside Balochistan ] کې لیکي، هر بلوڅ چې زېږي، نو د جرابو اخیستو وس نلري، خو دی چې پښه پر ځمکه ږدي هغه له سرو زرو ډکه ده. په دره کې چې څومره کويله راوتې ده، په کوهاټ کې جاپانيانو سورنګ جوړولو او هغوی ته پته ولګيدله چې دا ځای له کويلې ډک دی. په کرک کې دومره ګېس دی چې یو چا راته ويل، دومره په دوبی کې هم نشته»

د فاټا سیکریټرېټ ویاند فضل الله وايي، په قبایلي سیمو کې امنیتي حالات د دې جوګه نه دي چې دوی په سیمه کې شته قدرتي زېرمې په سمه توګه راوباسي خو د ده په خبره حکومت د پرمختللې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د دغه زېرمو رااېستلو لپاره پلانونه لري.

د قبايلي سيمو يوې څيړنيزې اداري مشر اشرف علي وايي، چې په کرمه او دره ادم خيل کې د کويلې، په جنوبي وزيرستان کې د کرومايټو او همداراز په مومندو او باجوړ کې هم د نړيوال ارزښنت ډېرې قدرتي زيرمې شتون لري.

«په قبايلي سيمو کې جنګ روان دي، د سيمی خلک هميشه په يوه سيمه کې يا په بله سيمه کې په کډه کولو مجبوره شوی دي. له سيمې خلک بې کوره شوي دي، روزګار نشته. بله مسله موږ جديدې ټيکنالوژۍ ته رسايي نه لرلو. په دغو سيمو کې چې څومره خلک دي، هغه د قدرتي زيرمو رااېستو لپاره بمونه [چې خټين بمونه هم ورته وويل کيږي] استعمالوي. د دغو بمونو له کارولو سره د قيمتي زيرمو اوويا فيصده برخه ضايع شي، او له کاره هم وځي»

اشرف علې زياتوي چې په دغو قدرتي معدنياتو سمبال سيمو ته د رسيدو لپاره د تګ راتګ لارې هم نشته.

د فاټا پرمختيايي ادارې د ويبپاڼې ترمخه قدرتي زيرمو ته رسايي لپاره به د يو سل دري پنځوست کلوميټره پاخه سړکونه جوړوي.. خو د ګومل پوهنتون پخوانی وایس چانسلر منصور اکبر کنډي وايي چې د قبايلي سيمو لپاره ‌ډېرې ادارې موجودې دي، خو په سمه توګه خپل صلاحيتونه پکار نه راولي.

«موږ په قدرتي وسايلو ډېر غني يو. خو له بده مرغه مشران مو نشته، ورځي مو کږې دي. زموږ استحصال نړيوالو طاقتونو کړی دی. ګوره ته کرک ته ولاړ شه، هلته ګېس شته که نه، خو قصور د چا دي؟ قصور زموږ دي. موږ يې نشو رااېستلی. د قبايلي سيمو ادارو کې خلک کار کوي خو محنت نه کوي»

که څه هم منصور کنډي د حکومتي ادارو نيمګړتياوې په ګوته کوي، خو اشرف علي په دې دريځ دی چې حکومت د قدرتي زېرمو په ساينسي توګه د رااېستلو لپاره وسايل نه لري، نو پکار ده چې له نړيوالو د امداد غوښتلو پر وخت دا خبره هم ورته وکړل شي، چې د معدنياتو رااېستو لپاره ساينسي ټيکنالوژي ورکړي.

XS
SM
MD
LG