د لاسرسي ځای

د عبدالله پلویان افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغانستان دا مهال له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د څوکۍ نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په هېواد کې د موازي یا متوازي حکومت د ګواښ او انتخاباتو ته د کودتا په نوم ورکولو سره افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغانستان دا مهال له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د څوکۍ نوماند عبدالله عبدالله د پلویانو له خوا په هېواد کې د موازي یا متوازي حکومت د ګواښ او انتخاباتو ته د کودتا نوم له ورکولو سره افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي.

لیکنه وايي، دا سمه خبره ده چې عبدالله د انتخاباتو په دویم پړاو کې د درغلۍ د تورونو د سمې پلټنې غږ کړی دی خو له خپلو جذباتي ویناګانو سره چې په کوم ډول خپل پلویان پاروي، دا به باوري او سوله ییزه نتیجه و نه لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، عبدالله ته په کار دي چې د خپل سیال اشرف غني پر لار روان شي چې د انتخاباتو هغه نتیجه یقیني کړي چې افغانان ورباندې باور لري. عبدالله او پلویان یې دریځ لري چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني غلا کړې دي.

په لیکنه کې راغلي، د عبدالله د دې خبرو تر شا تاریخ دی. نوموړي په ۲۰۰۹ز کال کې له کرزي انتخابات وبایلل. د افغانستان ډیموکراټیک نظام اداري فساد لري او ډېرې داسې ستونزې لري چې تر اوسنیو انتخاباتو مخکې باید هوارې کړل شوې وای.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، عبدالله او غني دواړه باید پر دې خبره پوه شي چې په افغانستان کې پر نسلي یا توکمیز ډول دښمنیو ته لار برابرول به هېواد له لا لویې شخړې سره مخامخ کړي.

لیکنه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په هېواد کې روان بحران هغه مهال ژور کړ چې د رایو تر سمو پلټنو او محاسبې مخکې یې لومړنۍ بشپړې پایلې اعلان کړې. د انتخاباتو پایلو وښودله چې اشرف غني ۵۶،۴ فیصده رایې تر لاسه کړې دي او له عبدالله عبدالله یې له یو میلیون زیاتې رایې ګټلې دي. د انتخاباتو کمېسیون وویل، په دویم پړاو کې ۸،۱ میلیونه خلکو رایې کارولې دي.

د حالاتو له خرابېدو سره امریکايي ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په شپه عبدالله ته او بیا د سې شنبې په شپه غني ته ټیلي فون وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د درغلۍ د تورونو د څېړلو عمل دې ومني، ارام دې اوسي او له خبرو دې مسله هواره کړي.

اوباما وویل، تاوتریخوالي یا له اساسي قانونه پرته کارونو ته لار برابرول هېڅ دلیل نه لري. ده ګواښ وکړ چې که په افغانستان کې ناارامي یا له اساسي قانونه ماورا اقدام وشو نو امریکا به ورسره مرستې بندې کړي.

په همدې ترځ کې، ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم کابل ته ولاړ شي او له دواړو نوماندانو سره خبرې وکړي.

په لیکنه کې راغلي، د سې شنبې پر ورځ اشرف غني یو مثبت کار وکړ او هغه دا وو چې د عبدالله خبره یې ومنله او د رایې ورکونې د ۷۱۰۰ مراکزو د رایو پر څېړلو سلا شو. دا له درو میلیونو زیاتې رایې جوړېږي. اشرف غني د یووالي غږ وکړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د رایو څېړلو عمل باید ژر تر ژره وشي او غني باید له عبدالله سره کښېني چې دا باوري کړي چې په څه ډول په افغانستان کې ولس ته د منلو وړ یو نماینده حکومت جوړ کړي او د کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG