د لاسرسي ځای

کندهار کې برید پای ته ورسېد، ۲۲ بریدکوونکي ووژل شول


کندهار: بریدکوونکو لومړی موټربم چاودنه وکړه. ۹م جولايي ۲۰۱۴

کندهار: بریدکوونکو لومړی موټربم چاودنه وکړه. ۹م جولايي ۲۰۱۴

د کندهار پر ولایت مقام او امنیې قومندانۍ په حمله کي ٢٢ حمله کوونکې، څلور ولسيوګړي او پنځه پوليس سرتېري وژل شوي دي.

دغه بریدونه نن «چارشنبه» شاوخوا يوولس نيمې بجې پيل شوې او تر غرمې وروسته کره پر دوو بجو پاى ته ورسېدلې.

تر حملو وروسته د کندهار والي توريالي ويسا او امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبريالانو ته معلومات ورکړل.

امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل، چې په دې حملو کې ٢٢ تنه حمله کوونکو برخه اخيستې وه، چې دوو یې ځانونه په خپلو باروتو والوځول او ٢٠ تنه يې امنيتي ځواکونو ووژل.

د نوموړي په وینا د ولايت پر مقام له دوو خوا څخه ۱۱ حمله کوونکو برید وکړ.

د ده په خبره پر امنيه قوماندانۍ هم تر حملې مخکې یو موټربم چاودنه وشوه او بيا وروسته یې له يوې ودانۍ پر قوماندانۍ ډزې پيل کړې.

د جنرال رازق په وينا، په دې حملو کې ٢٢ تنه بریدګر له کوونکي څلور ولسيوګړي او پنځه پوليس وژل شوي دي او نهه تنه ولسيوګړي ټپیان دي.

قومندان وویل په بریدکوونکو کې يو شمېر بهرنيان او د پاکستان پنجابي وسله وال هم شامل ول.

په عین حال کي دنیک محمد په نوم دپیښی یو عیني شاهد ازادۍ راډيو ته وویل:

«زه دلته ولاړم چې له ټونس ګاړي خلک راکښته شول او ټکان یې شروع کړل بیا مې مړی ولیدل، چې په موټر کې يې روغتون ته یوړل»

د دولت وسلوالو مخالفینو د دغه حملو مسوولیت منلی او د لسګونو پولیسو د وژل کیدو ادعا یې کړي.

محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG