د لاسرسي ځای

'تاوتریخوالی پر افغانستان د امریکا مرستې ختمولای شي'


د امریکا ولسمشر براک اوباما

د امریکا ولسمشر براک اوباما

اوباما تر دې يوه ورځ وړاندې د اشرف غني له سیال کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټيليفون کړی وو او ورته ويلي یې وو چې تر څو انتخاباتي عمل دوام لري تر هغو دي ځان کاميابه نه اعلانوي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما پرون سېشنبه د افغانستان د ولسمشرۍ له نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې پر هغوی ټینګار کړی چې د تېرې میاشتې انتخاباتو د نتیجو له اعلان وروسته دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او په خپلو کې دې سیاسي خبرې سره وکړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د ولسمشری مخکښه کانديد اشرف غني ته ويلي، امريکا هيله منه ده چې په انتخاباتي عمل کې د درغليو د تورونو پلټنه به په دقيقه توګه وشي.

د افغانستان ولسمشری ټاکنو د لومړنیو نتيجو له مخې، اشرف غني له خپل سیال کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه لس لاکه رایې مخکې دی.

اوباما تر دې يوه ورځ وړاندې د اشرف غني له سیال کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټيليفون کړی وو او ورته ويلي یې وو چې تر څو انتخاباتي عمل دوام لري تر هغو دې ځان کاميابه نه اعلانوي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې ولسمشر اوباما دواړو نوماندانو ته په ټینګار سره وویل، امريکا تمه لري چې د ټګیو د ټولو مناسبو تورونو هر اړخیزه څېړنه دې وشي چې باوري انتخاباتي بهير ډاډمن شي.

هغه پر دې خبره زور راوړ چې ټولې خواوې باید هېڅ داسې ګام وانخلي چې د افغانانو ملي يووالی کمزوری کوي، هغوی باید د یو داسې حللارې لپاره په ګډه کار وکړي چې د ټول افغان ولس اراده څرګندوي او یو داسې حکومت دې جوړ کړي چې افغانستان يو موټی ساتي.

ولسمشر براک اوباما دا هم ورته ویلي چې تاوتريخوالي يا ناقانونه لارو ته مخه کول د منلو وړ نه دي او د دې په نتیجه کې له افغانستان سره د امریکا مرستې ختمېدای شي.

ولسمشر اوباما وویل چې د امریکا بهرنيو چارو وزير جان کېري به له دواړو نوماندانو سره خپلو نږدو مشورو ته دوام ورکړي.

ددې ترڅنګ ځينو امريکايې سېنېټرانو هم د سېشنبې پر ورځ د افغانستان د انتخاباتي عمل په اړه انديښني وښودلې.

د ريپبلکن ګوند سېنېټر لنډزي ګراهم وويل چې د ټاکنو ناکامي به د افغانستان ناکامي وي.

«که چرته انتخابات ناکامه شو نو بيا به افغانستان هم له ناکامی سره مخامخ شي. که چرته ددې ټاکنو درناوی و نشو نو بيا به د امريکا ټيکس ورکوونکو ته ډيره ګرانه شي چې په افغانستان کې پنګه اچونه وکړي»

ددې ترڅنګ د ناټو سرمنشي اندرې فوغ راسموسن د سېشنبې پر ورځ د انتخاباتي ټګیو تورونه ډېر د اندېښني وړ وبلل او ويې ويل چې د ټاکنو شخړه دې پر وخت هواره کړل شي چې دا رنګه نوی ولسمشر د سیپټېمبر تر مياشتې پورې له ناټو سره خپل امنیتي تړون لاسليک کړای شي.

راسموسن زياته کړه چې که د ناټو په وېلز کې تر کېدونکې سرمشريزه چې «د سیپټېمبر په لومړيو» کې کېدونکې ده ، تړون لاسليک نشو نو دوه زره څوارلسم وروسته به په افغانستان کې د تربيتي ماموريت د منصوبه بندی په اړه سازمان له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسیون د ولسمشرۍ ټاکنو حتمي نتيجو لپاره د جولايي ۲۲مه نېټه ټاکلې ده. د اګست پر دویمه به نوی ولسمشر د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

بل لور ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ خبرداری ورکړ، چې د افغانستان مشران باید د عراق له پېښو زده کړي چې څرنګه ستونزې په کې پیدا شوې دي.

ویلیم هیګ پرون (سېشنبه) د هند د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې د افغانستان مشران په ګډه کار وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې په کابل کې عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د خپل بریالیتوب اعلان وکړ، خو د ابتدایي خپرې شوې نتیجې له مخې چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یې نه مني، اشرف غني مخکې دی.ویلیم هیګ وویل:

″موږ انتظار یو څو ډاډه شو چې په منظم ډول له اساسي قانون سره سم واک نوي افغان ولسمشر ته وسپارل شو.″

عبدالله عبدالله په کابل کې د سېشنبې پر ورځ د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته وویل چې په څو ورځو کې به ستاسو حکومت اعلان شي:

″خلک دا هیله لري چې موږ ژرتر ژره خپل حکومت اعلان کړو، زه د افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې ان شا الله ستاسو خپل حکومت به اعلان شي″

د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یا یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې هیڅ کاندید باید وار له مخه د بریالیتوب ادعا ونه کړي.

بل لورته اشرف غني احمدزي بیا د سېشنبې پر ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته د متوازي حکومت جوړیدل رد کړل:

″زه باور لرم چې خبره به د یوه موازي حکومت جوړیدو ته ونه رسیږي، موږ ټول د افغانستان حکومت ته مسووله یوو، افغانستان یو واحد او یو موټی هیواد دی او د افغانستان ټول خلک د یوه دولت غوښتونکي دي″

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتې دي چې ستونزه په سوله ییز ډول حل کړي.

سرګي لاوروف له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل، چې د وروستۍ نتیجې تر اعلان صبر وکړي او دا پکار ده چې نتیجه د اکثریت په خوښه وي.

د فرانس پریس اژانس په باور انتخاباتي لانجې په افغانستان کې دا اندیښنې پیدا کړې دي چې له خشونته ډک اعتراضونه ونه شي او په دغه هیواد کې د عراق په څیر ستونزې پیدا نه شي.

بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل، عراق په وروستیو کلونو کې ونه توانیده چې یو پراخ حکومت ولري نو هیله ده چې افغانستان د عراق له ناکامۍ زده کړي.

XS
SM
MD
LG