د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: پر شیعه ګانو بریدونه کورنۍ جګړه پیلولای شي، داود اغا


پراګ - د جون په میاشت کې شاوخوا ۳۰۰ اهل تشیع هزاره ګان په ایران کې تر زیارت وروسته پاکستان ته روان ول چې وسله والې ډلې جیش الاسلام ورباندې په تفتان کې برید وکړ.

په وسله والو کې ځانوژونکي هم شامل ول. په حمله کې شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول چې پکې نهه ښځې او یو ماشوم هم شامل ول.

تر اوږدې نښتې وروسته پاکستانیو امنیتي سرتېرو بریدګر ووژل. ډېپلوماټ ورځپاڼه وايي، دا حمله د پاکستان شیعه ګانو لپاره تریخ حقیقت وو. شیعه ګان په هغه هېواد کې د ټول نفوس ۲۰ فیصده برخه دي. د جنورۍ په میاشت کې په دې ته ورته بل برید کې ۲۲ کسه زایرین ووژل شول او یو شمېر ژوبل شول.

د بلوچستان شیعه کانفرنس مشر داود اغا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، د پاکستان حکومت تر دې پېښې وروسته ککړ کسان و نه نیول او چې څوک یې نیولي هم ول هغه یې خوشې کړل.

ده وویل، حکومت د وژل شویو یا ژوبلو شویو له کورنیو سره مرسته هم نه ده کړې.

ډېپلوماټ ورځپاڼه وايي، د جنورۍ د برید پړه لشکر جنګوي وسله والې ډلې منلې وه. دا ډله له پاکستانیو طالبانو سره تړلې ده. لشکر جنګوي شیعه ګان کافران بولي او د هغوی وژنه د دین له نظره روا ګڼي.

تر دې وروسته، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان اهل تشیع له کوټې ایران ته له تګه منع کړل او و یې ویل چې حکومت د ټولې لارې امنیت نشي نیولای.

داود اغا وايي، دا مهال هم له کوټې ایران ته تلونکې لار، د شیعه ګانو لپاره نا امنه ده او خلک د سوداګرۍ په موخه هم سفر نشي کولای.

رپورټونه وايي، له ۲۰۰۸ز کال راهیسې له ۵۰۰ زیات هزاره ګان په فرقه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

داود اغا زیاته کړه چې پر دې پېښو د پاکستان حکومت بې تفاوته پاتې کېدل به خلک پاڅون ته اړ کړي او په پاکستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي.

XS
SM
MD
LG