د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ما تل د پاکستان پوښتنه کړې ده، خو زما پوښتنه هېڅوک نه کوي"


اسلام اباد - د پښتو ژبې سندرغاړی خان تحصیل وايي، ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخامن دی او د ناروغۍ له کبله یې موسیقي هم پریښې ده.

له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت خان تحصیل وویل، دی له لسو میاشتو راهیسې د پښتورګو (ګردو یا بډوډو)، معدې او د تور ژیړي رنځونه لري او دا مهال د کوز دیر په تلاش شمشي خان سیمه کې په تمبو کې په سخته ګرمۍ کې د بې وسۍ ژوند تېروي.

دی وايي، تر ننه یې یوه حکومتي چارواکي یا ادارې هم پوښتنه نه ده کړې.

دی زیاتوي: ((والله که چا زما پوښتنه کړي وي او د پاکستان پوښتنه زه هر وخت کوم. زه له ۱۵ کلونو راهیسې د پاکستان خدمت کوم خو د پاکستان خلکو – پرته د عوامي نیشنل ګوند له میا افتخار حسینه – زما پوښتنه هم چا نه ده کړې. اوس په خپل هغه تېر عمر پسې ژاړو. دا ژړا خو ځکه کوم چې اوس د بې وسۍ ژوند تېروم او څوک مې هم تپوس نه کوي.))

د پښتو ژبې دا ولسي سندرغاړی په ۱۹۴۴ز کال کې په لکي مروت کې زېږېدلی وو او په ۱۹۶۴ز کال کې یې د پېښور له راډیو او په ۱۹۷۵ز کال کې یې له پاکستان ټیلي وېژنه د خپل هنر پیل کړی دی.

د خان تحصیل د ناروغۍ او مشکلاتو په اړه مشال راډیو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر شاه فرمان سره د رابطې هڅې وکړې، خو بریالي نه شو.

خو په ملاکنډ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا د صوبايي اسمبلی غړی او د ابادۍ او خیر ښېګڼې وزیر شکیل احمد وویل، ژر به له خان تحصیل سره اړیکه وکړي او مسلې به یې حل کړي.

شکیل احمد وویل، دا یوه انساني مسله ده او هنرمندان ((خو زموږ د ټول قام شتمني ده.)) ده وویل، شاه فرمان ته به ووايي او د ګوند ملګرو ته به هم له خان تحصیل سره د رابطې کولو ووايي.

XS
SM
MD
LG