د لاسرسي ځای

اوکراین له بېلتونپالو سره تر بې وسلې کېدو اوربند نه کوي


اوکراین ويلي له روس پلوه بیلتون غوښتونکو سره به تر هغه وخته اوربند ونکړي تر څو هغوی په بشپړه توګه بې وسلې شوي نه وي.
د اوکراین د دفاع وزیر والري هیلیتي نن په یوه بیان کي وویل، خبرې یوازې په هغه صورت کي ممکنه دي چې یاغیان د تل لپاره وسلې پرځمکه کښیږدي.
د اوکراین پوځ په دې وروستیو کي د وسله والو پرضد عملیاتو کي پرمختګ کړی او ياغيان يې اړ کړي چې دونیڅک او لوهانسک سیمو ته په شا شي.
بلخوا پرون د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند او د امريکا ولسمشر بارک اوباما پر ټليفون بد خبرو پر مهال پر روسي ولسمشر ولاديمير پوټین غږ وکړ چې پر بیلتون پالو دې فشار راوړي څو هغوی خبرو اترو ته غاړه کیږدي.
په یو جلا بیانیه کې سپینه ماڼۍ وايي چې اوباما او اولاند پریکړه کړې ده چې که ماسکو په ختیځ اوکراین کې د ناندریو د ختمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته نکړل نو اروپايي ټولنه یې باید پر ضد نور بندیزونه هم ولګوي.

XS
SM
MD
LG