د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي خوست کې د وزیرستان له کډوالو سره د لا زیاتې مرستې غږ کوي


خوست - د افغانستان د خوست ولایتي اداره د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د لا زیاتو مرستو غږ کړی دی.

د سې شنبې پر ورځ د خوست د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کډوال ډېر زیات شوي دي او ورځ تر بلې د ګلان کیمپ ته ګڼ کډوال ورځي نو ولایتي اداره نشي کولای چې په یوازې سر ورته په هره برخه کې لازم خدمات ورکړي.

پر همدې اساس، دوی له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو، ملګرو ملتونو، خیریه موسسو، ملي سوداګرو، شتمنو کسانو او له مدني ټولنو غوښتنه کړې ده چې له کډوالو سره دې مرستې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، تر دې مهاله ۲۳۰۰۰ پورې تر ۲۵۰۰۰ پورې کډوال ورغلي دي چې زیاتره یې ښځې، سپینږیري او کوچني ماشومان دي.

اعلامیه وايي، هره ورځ له وزیرستانه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې کورنۍ خوست ته ور اوړي چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د خوست د والي له دفتره خپره شوې اعلامیه زیاتوي، روغتیايي ټیمونو تر دې وخته ۴۲۰۰ ماشومانو ته یې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسيني څاڅکي ورکړي، تر ۲۰۰۰ د زیاتو ناروغانو درملنه یې کړې ده او د روغتیا په هره برخه کې بیړني خدمات دوام لري.

XS
SM
MD
LG