د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ((ترهګرو)) تر ختمولو به د وزیرستان عملیات روان وي، جنرال شریف


اسلام اباد - د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف شمالي وزیرستان ته د سفر پرمهال ويلي چې په هېواد کې د ((ترهګرو تر ختمولو)) به پوځ خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د دوشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، جنرال شریف په شمالي وزیرستان کې د حکومتي عملدارۍ د پر ځای کولو لپاره د بې کوره شویو خلکو قرباني ستایلې ده او وايي، له کډوالو سره مرسته کوي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وزیرستان ته د پوځ مشر د ورتګ په اړه وايي، په جګړه کې چې سرتېري خپل مشر وګوري چې پوښتنې ته یې ورغلی دی نو مورال یې لوړېږي.

دی وايي، پوځ مشر د خپل سفر پر مهال له قومندانانو د عملیاتو تازه حال هم اوري او که د کوم بدلون اړتیا وګوري نو هغه هم کوي.

برېګېډییر سعد زیاتوي، د پاکستان ولسمشر او وزیراعظم ته هم په کار دي چې شمالي وزیرستان ته ورشي.

په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان وايي، په شمالي وزیرستان کې هوايي پوځي عملیات د جون پر ۱۵مه پیل شول او بیا ۱۵ ورځې وروسته ځمکني عملیات هم پیل شول، نو عملیات لیدل، ورباندې ځان پوهول او د پوځیانو جذبه لوړول د جنرال راحیل شریف د سفر موخې وې.

د یکشنبې پر ورځ د پېښور کور کمانډر جنرال خالد رباني هم شمالي وزیرستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG