د لاسرسي ځای

لویدیځ د ایران د وېرولو لوبه پیل کړې ده: خامنه اي


د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وايي، متحده ایالات او اسراییلو له لویدیځ سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې د ایران د وېرولو لپاره یوه لوبه پیل کړې ده.

د روانې جولای میاشتې په شلمه نېټه د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو مخکې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو وروستی او ټاکونکی پړاو تېره اونۍ په ویانا کې پیل شو.

اسراییلو پرله پسې ګواښ کړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.خامنه اي چې د دوشنبې پر ورځ له سیاسي مشرانو سره د روژه ماتې پرمهال خبرې کولې وویل، د دې علت چې دوی پر ایران برید نه کوي دا دی چې دا کار دوی ته ډیر ګران تمامیدای شي او ځکه د ده په وینا دښمن ته له ګواښونو او بندیزونو پرته بله هېڅ لاره نه ده پاتې.

XS
SM
MD
LG