د لاسرسي ځای

تازه خبر

بګرام ځانمرګي برید ۱۱ ماشومان وژلي، طالبانو پړه منلې


کابل - د افغانستان د پروان ولایت په بګرام کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان زده کوونکي او دوه پولیس شامل دي.

د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد معصوم فرزه د سې شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، برید سهار شاوخوا اته نیمې بجې د قلندر خېلو کلي په روغتیايي کلېنېک کې وشو.

د ده په خبره، په ځانوژونکې حمله کې د یوه پولیس په ګډون اووه ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي.

ده وویل، د بریدګر موخه د بهرنیو سرتېرو په نښه کول ول چې په کلېنېک کې یې پر زده کوونکو مرستې وېشلې.

فرزه په دې برید کې بهرنیو سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خو په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف) وايي، د افغانستان په ختیځ کې د یوه برید پر مهال د دوی څلور سرتېري وژل شوي دي.

ایساف د وژل شویو سرتېرو پېژندګلوي نه ده کړې.

خو د چیک جمهوریت د دفاع وزارت وايي، وژل شوي سرتېري د دوی د هېواد دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې پړه منلې ده.

په افغانستان کې د نړیوالو جنګي پوځیانو شمېر له کمېدو سره په هغه هېواد کې پر بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG