د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیري په افغانستان کې د ((موازي حکومت)) خبرونو زښت اندېښمن کړی دی


واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو لپاره هر ډول ناقانونه عمل به له هغه هېواد سره د نړیوالو مرستو په زیان تمام شي.

دا خبره د سې شنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپور شوي یوه بیان کې راغلې ده.

د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ بشپړې نتیجې اعلان کړې.

د نتیجو تر مخه ډاکتر اشرف غني احمدزی له خپل سیال ډاکتر عبدالله عبدالله شاوخوا یو میلیون زیاتې رایې تر لاسه کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د موازې حکومت د جوړولو خبرونو زښت اندېښمن کړی دی.

ده ټینګار کړی دی چې واشنګټن هیله من دی چې د انتخاباتو مسوول کمېسیونونه به د درغلیو او ګډوډیو په اړه دقیقې څېړنې وکړي.

د کیري له خوا د مرستو د کمولو بیان پر داسې وخت راغلی دی چې لا هم نړیوال جنګي ځواکونه په افغانستان کې دي او د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به له هغه هېواده ووځي.

د کیري په بیان کې د ((موازي حکومت)) په اړه په جوت ډول څه نه دي ویل شوي، البته د دوشنبې پر ورځ د انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته د عبدالله عبدالله د دویم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور ته په منسوبه ووبپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د لومړنیو نتیجو د اعلان په غبرګون به د موازي حکومت د جوړولو په ګډون پر بېلا بېلو ګامونو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG