د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ((نوی کابل ښار)) جوړېږي


د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (جایکا) یو چارواکی سعید انجم وايي، ده د افغانستان د دې نوي ښار د پلان لپاره د هند ښارونه ولیدل او نیا رایپور ته دوه ځلې ولاړ.

په برتانیوۍ مېل ورځپاڼه کې د افغانستان د کابل نوي ښار جوړولو د پلان په اړه لیکنه خپره شوې ده. مقاله وايي، نوی کابل ښار به د هندي چتیس ګړ ولایت مرکز نیا رایپور په طرز جوړېږي چې مرستې ورته د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (جایکا) ورکوي او د پروژې انتظام به د افغان حکومت په سر وي.

مېل ورځپاڼه لیکي، د کابل نوي ښار رقبه به ۷۴۰ مربع کیلومیټره وي چې د اوسني کابل ښار دوه چنده رقبه ده. د افغان حکومت د ده سبز د پرمختیا اداره به د دې نوي ښار انتظام کوي او د کابل نوی ښار به د هېواد نوې پلازمېنه وي.

د هندي ولایت چتیس ګړ مرکز نیا رایپور د پرمختیايي کارونو جدیده بېلګه ده چې پرمختیايي کارونه یې چاپېریال ته تاوان نه رسوي. د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (جایکا) یو چارواکی سعید انجم وايي، ده د افغانستان د دې نوي ښار د پلان لپاره د هند ښارونه ولیدل او نیا رایپور ته دوه ځلې ولاړ.

د ده په خبره، د نیا رایپور پرمختیايي کارونو ورته خوند ورکړ او افغان ماهران یې له دې کاره خبر کړل.

انجم مېل ورځپاڼې ته ویلي، افغان حکومت نویو ننګونو ته په کتو پرېکړه وکړه چې نوی کابل ښار له اوسني کابل سره څنګ په څنګ جوړ کړي. نیا رایپور هم رایپور ته نېږدې جوړ کړل شوی دی.

دی وايي، افغانانو د نیا رایپور بېخبنا یا انفراسټرکچر ولید، هلته یې د تعمیري پروژو انتظام مطالعه کړ او بېلا بېل تخنیکونه یې ولیدل.

افغانانو په نیا رایپور کې له پوهانو سره خبرې وکړې او په سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو کې یې برخه واخیسته. دوی وویل، ریښتیا هم نیا رایپور د ۲۱مې پېړۍ له بهترینو پلان شویو ښارونو یو دی.

د نړۍ د نورو هېوادونو د ډېریو ښارونو په څېر کابل ته هم په تېزۍ ډېر خلک د کار او امنیت لپاره ورغلي دي. په تېرو لسو کلونو کې د کابل نفوس ډېر زیات شوی دی. د ابادۍ له زیاتېدو سره په کابل کې ډېرې نارسمي ودانۍ هم جوړې شوې دي. له دې سره په ښار کې الودګي زیاته شوې ده ځکه چې په ښار کې بېخبنا یا انفراسټرکچر هم نشته. افغان چارواکي وايي، په اوسني کابل ښار کې د تعلیمي، روغتیايي او تفریحي ځایونو کموالی دی.

ورځپاڼه لیکي، دا مهال په کابل کې د نوي انفراسټرکچر جوړولو، د ټرانسپورټ نظام برابرولو، د څښلو د اوبو او انرژۍ خلکو ته د رسولو او د صفایۍ د نظام جوړولو سخته اړتیا ده. په افغانستان کې د هند په ګډون یو شمېر هېوادونه په پرمختیايي کارونو لګیا دي.

د نوي کابل ښار د کاري ډلې غړی محمد شعېب صاحبزاده وايي، د دې نوي ښار جوړولو پلان په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ کړل شوی وو او وايي، د نوي ښار په پلان کې د خلکو د اوسېدو لپاره ځایونه، کاروباري او صنعتي ودانۍ او انفراسټرکچر شامل دي.

مېل ورځپاڼه د چارواکو له خولې زیاتوي، د نوي کابل ښار پلان به تر راتلونکو ۲۵ کلونو عملي کړل شي.

XS
SM
MD
LG