د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست غلام خان بندر ترانزیټېدو غوښتنه


خوست غلام خان بندر
خوست غلام خان بندر

خوست سوداګر او مدني فعالان له راتلونکې افغان حکومته غواړي، چې د غلام خان بندر ترانزیټ کېدل په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.

د خوست سوداګر او مدني فعالان ا ځل د افغانستان د راتلونکې انتخابي حکومت څخه، چې د یوې میاشتې په دننه موده کې به خپل کار پیل کړي، غوښتنه کوي، چې د غلام خان بندر چې د ځانګړي تجارتي او ترانزیټي ارزښت څخه برخمن دی او د نورو لارو په پرتله دا لاره د کراچۍ بندر ته نږدې پنځه سوه کیلومټره نږدې ده، په رسمي ډول د ترانزیټ کیدو مراحل ترسره کړي.

ملي سوداګر الحاج انعام رحماني وايي که چیرې په خوست کې د غلام خان بندر له لارې سوداګري رسمي بڼه خپله کړي، د افغانستان د نورو بندرونو په پرتله نه یوازې پلازمینې کابل ته په سلګونو کیلومتره نږدې دی بلکې د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ ته هم د نورو بندرونو په پرتله لنډه پرېوځي. د ده په خبره له دې لارې د توکو لیږد رالېږد په اقتصادي لحاظ سوداګرو ته په کمه بیه پرېوځي، بلخوا په دې لاره د سوداګرۍ پراختیا د سیمې پر امنیت هم مثبت اغېز پرېباسي.

«که چیرې زموږ لاره عملي ترانزیټ شي، نه یوازې د خوست او پکتیا سوداګرو ته بلکې د ټول افغانستان سوداګرو ته د دې لارې فایده رسیږي، نو زموږ په لاره مالونه ارزان پریوځي او د ټولو نه ښه امنیت په خوست کې دی، موږ تجاران د پاکستان او شمالي وزیرستان د تجارانو سره ښې اړیکې لرو، په مناسب وخت کې ناستې پاستې کوو، د موږ له پاره هېڅ ډول تکلیف او تشویش نشته، موږ کولای شو، په ډېرې اسانۍ سره خپل مالونه انتقال کړو، نه یوازې خوست ته بلکې ټول افغانستان خپل مالونه ورکړو»

د خوست یو تن مدني فعال فیض الله غمخور وايي، چې د پولې په دېخوا کې عمومي سړک د بادیو سره نږدې غځیدلی او شپه ورځ په دې لاره هېڅ ډول امنیتي ګواښ وجود نه لري:

«د غلام خان بندر لکه څرنګه چې مالومه ده، د نورو ټولو بندرونو په پرتله کراچۍ بندر ته ۴۵۰ کیلومتره نږدې دی، دویم دا چې دا لاره په امنیتي لحاظ ځکه خوندي ده، چې دا سړک د ولایتونو په منځ کې تېر شوی دی، موږ کولای شو د سیمه ییزو اربکیو په واسطې سره هم دا لاره وساتو.

د ټولو نه مهمه خبره دا ده، چې په وزیرستان کې بې امنیتي ده، که چیرې دا لاره ترانزیټ شي، نو د دې سیمې خلک په تجارت باندې بوخت شي او هلته به اوسنۍ بې امنیتي او هغه مشکل چې افغانستان ته له دې لارې پېښ دی له منځه ولاړ شي»

په همدې اړه د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو کمیسیون رئیس سناتور عارف الله پښتون مشال راډیو ته وايي، که رښتیا هم پاکستان غواړي په قبایلي سیمو په ځانګړي ډول میرانشاه کې ناامنۍ او نورې شته ستونزې ختمې کړي، نو هغوی دې د جګړو پر ځای د سوداګرۍ پراختوب ته پاملرنه وکړي:

«که د پاکستان نوی حکومت کوښښ کوي، چې په میرانشاه کې جنګ ورک کړي، د حل لاره به يې دا وي، چې په سیمه کې سوداګري پراخه شي، ځني سوداګرۍ منځته راشي او په پای کې جګړه د پولي په دواړو غاړو کې له منځه ولاړ شي، موږ دې سره موافق یو او طرحه داسې ده، چې باید دا سوداګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته پسې وغځیږي»

په خوست کې د غلام خان بندر د نويو تاسيساتو د جوړونې چارې، چې د امریکا د متحده ایالتونو د ۳۹ میلیونه ډالرو پیل شوي او دامهال يې کارونه تر نيمايي ډېر بشپړې شوي دي، په دې وروستیو کې د یادې ملي پروژې نه ماليې وزیر جضرت عمر زاخېلوال کتنه کړه، نوموړي په یاده سیمه کې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې غلام خان بندر د نورو لارو په پرتله کراچۍ بندر ته نږدې ترینه لاره ده، د ده په خبره په خوست کې د تجارت او صنعت ښه ظرفیتونه وجود لري.

د افغانستان مالي وزیر هیله وښوده، افغان نوی حکومت چې د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې به د قدرت واګې په لاس کې واخلي، د یادې ملي پروژې ترانزیټ کیدل به په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي:

«امیدواره یم نوی حکومت چې د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې به د قدرت واګې په لاس کې واخلي دا پروژه به په خپلو کاري لومړیتبونو کې ونیسي، په دې سره د یوې سوداګري لارې جوړیدل او بالاخره د خوست څخه د یو ترانزیټي ولایت جوړیدل دي»

د یادونې وړ ده د خوست اوسیدونکو په تېره یوه لسیزه کې په پرله پسې توګه د افغاني چارواکیو څخه د غلام خان بندر د ترانزیټ غوښتنه کړې، خو افغان حکومت په دې کار کې دپاکستاني لوري موافقه او د کرښې په پورې غاړه کې د ډاډمن امنیت خوندیتوب د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو او د سوداګرۍ د پراختوب له پاره د اساسي شرایطو په توګه یاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG