د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه د پخواني شوروي اتحاد پر ځینو هیوادونو په قهر ده


د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه د روسیې او ددې هیواد د ګاونډیو په اړه یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي: روسیې هیڅکله دا خبره نه ده پټه کړې چې کله ددې هیواد ګاونډي هیوادونه د اروپايي ټولنې سره اړیکې ټینګوي نو دی څه احساس کوي؟

نو دا څه د حیرانۍ خبره نه وه چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګریګوري کاراسین وویل : د جون په ۲۷ مه نیټه د یوکراین لخوا د برسلز سره د اقتصادي تړون لاس لیک به ډیرې خرابې پایلې ولري. جارجیا او مالدو وا په همدې نیټه د اقتصادي او سیاسي اړیکو د غښتلې کولو تړون لاس لیک کړلو.

کریملین په دې خبره تل د تذبذب ښکار پاتې شوی چې د پخواني شوروي اتحاد په غړو هیوادونو باندې خپل اغیز وبایلي، همدا وه چې تل یې هڅه کړې چې یو کراین او جارجیا د ناټو د اتحاد نه بهر پاتې شي. دوی د یوکراین پر پخواني ولسمشر ویکټور یانو کو ویچ فشار راووړ چې د ۲۰۱۳ م کال په نومبر کې د یوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې ترسره کیدونکي تړون څخه په شا شي.

مسکو تل د شوروي اتحاد د پخوانیو غړو هیوادونو د ګواښلو په موخه پر دوی بندیزونه لګولي دي. په تیرو وختونو کې دوی د جارجیا په منرالي اوبو ، د مادو وا پر شرابو او د یوکراین پر چاکلیټو بندیز لګولی و. اوس چې اوبه له ورخه تیرې دي او د اروپايي ټولنې سره دغو هیوادونو تړونونه لاس لیک کړي کیدای شي روسیه پر دهغو هیوادونو نور بندیزونه هم ولګوي.

روسیې چې پخوا یې د مالدو وا پر واینو بندیز لګولی و اوس اعلان کړی چې ددغه هیواد نه به د غوښې واردول هم محدودوي. داد مالدو وا غوندې یو وړوکي هیواد لپاره لویه اقتصادي ضربه ده. ددې ترڅنګ روسیې د مالدووا د ( ټرانز. ډي. نیسټر ) سیمې سره چیرته چې لاهم د روسیې اغیز شته د جولايي په دریمه یو تړون لاس لیک کړیچې د یو بل سره به نږدې اقتصادي، تجارتي، ترانسپورتي، زرعي او ساینسي اړیکې پالي.

بل پلو روسیې چې غوښتل یې د اروپايي ټولنې په مقابله کې یو بل اتحاد جوړ کړي د کیف انکار ددوی په وړاندې یو لوی خنډ واقع شو. روسیې غوښتل چې د بیلاروس، کزاکستان او یوکراین سره په ګډه دا اتحاد جوړ کړي خو بریالی نشو. روسیې وار دمخه ویلي وو چې که د یوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې همکارۍ تړون وشو نو دوی به د کیف سره د ازادې سوداګرۍ موافقه لغوه کړي. روسیې همدارنګه د یوکراین نه په واریدونکیو پیو ، پنیرو ، کوچو او نورو ورته تولیداتو باندې بندیز اعلان کړی دی. روسیه او یو کراین د روان اوړي تر پایه د ګیسو او تیلو پر سر خبرې کومې نتیجې ته رسوي، خو روسیې ددې خبرو د پیل نه وړاندې ویلي چې یوکراین وار له مخه د تلو او ګیسو په لړ کې د روسیې نه د دوه بیلیونه ډالرو پوروړی دی. یوکراین له روسیې نه غواړي چې د تیلو او ګیسو بیې دې راټیتې کړي خو داسې نه ښکاري چې روسیه به په دې رضا شي.

دجارجیا او د روسیې ترمنځ اړیکې په ۲۰۰۸ م کال کې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دجارجیا په ابخازیا او جنوبي اوسیتیا سیمه کې پنځه ورځې جګړه وشوه. دا دواړه سیمې له جارجیا څخه بیلتون غوښتونکې وې او روس یې ملاتړ کولو.دواړو سیمو له هغه مهاله پخپله ځانونه ازاد اعلان کړي او روسیه یې ملاتړ کوي. جارجیا هیله ښکاره کړې چې د اروپايي ټولنې سره ددوی اتحاد به د روسیې او ددوی ترمنځ د ازادې سوداګرۍ موافقه اغیزمنه نه کړي. ددواړو هیودانو مشران د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې د نورو خبرو لپاره سره ګوري.

XS
SM
MD
LG