د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: زبېر ژمن یو تکړه خبریال و


زبېر ژمن
زبېر ژمن

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په یوه پیغام کې د ازادي راډيو د خبریال احمدزبیرژمن مړینه د هیواد مطبوعاتو لپاره یو ستر زیان بللی دی.

په دې پيغام کې چې پرون«یکشنبه» شپه خپور شو ښاغلي کرزي د ارواښاد ژمن له کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره خپله خواخوږي وښودله.

له بلې خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سیدمخدوم رهین هم زبیرژمن یو تکړه ژورنالیست بللی او ویلي یې دي نه یواځې دا چې ژمن یو با استعداده ژورنالیست و پوخ لیکوال او تکړه ژباړن هم و.

د لوګر ولایت مشرتابه هم نن د احمدزبیرژمن یاد غونډه جوړه کړه چې ددې ولایت د والي په شمول دولتي چارواکو او عامو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

احمدزبیرژمن چې شاوخوا اته کاله یې د ازادي راډیو د پښتو برخې د خبریال او ایډیټر په توګه کار وکړ د تېرې شنبې په ورځ د سږو د ناروغۍ له امله د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG